لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سرګودها کې دَ هوايي ځواکونو په بس ځانمرګي بريد ٩ کسان مړه 40 ژوبل


دَ پاکستان دپنجاب ايا لت سرګودها ښار کې د هوايي ځواکونو بس کې دځانمرګي بريدله امله دَ هوایي پوځ نهه افسران مړۀ او 40 ټپيان شول.
مړو شوؤ کې دهوايي ځواکونو فلائنګ یواسکوارډن لیډر اؤ ځینی نور افسران هم شامل دي.
دمنابعو ترمخه دځانمرګي تن سر ترلاسه شوى دى. دځانمرګي هدف مټها معصوم څخه سرګودهې ته تلونکے بس الوځول وؤ.
دبريد له امله محصلينو چې پکې جينکۍ او هلکان شامل وو بس ته هم زيان ورسيدو. پر څلويښتو ژوبلو کسانو کې درې کوچنيان هم شامل دي.
دغه ټپيان روغتون ته وړل شوي دي چې پکې ديوويشتوکسانو حالت مرګونى دى. دبريد څخه وروسته امنيتي ځواکونو ټوله ساحه پخپله ولکه کې واخسته.
د پوليسو ضلعي مشر وسيم خان ترمخه ځانمرګي په موټر سائيکل سپور ؤ. دکورنيو چارو دوزارت وياند بريګيډئير اقبال چيمه وويل چې پر بريد کې اتلس کسان دهوايي ځواک غړي وؤ. چې دروزنې لپاره روزنيز مرکز ته په بس کې وړل کيدل.

XS
SM
MD
LG