لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات خوازه خېله کې دامنيتي قواؤ اوجنگیالو  ترمينځ جگړه پيل شوې ده


دصوبه سرحددکورنيو چارو سکتر بادشاه ګل وزيروايي چې په دغه نښته کې د 60ؤ څخه تر 70ؤ پورې جنګيالي وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل دي.
خو ولې ځايې جنگیالي وايي چې په نښته کې ددوی یواځې يو تن مړ او درې نور ټپيان شوي دي .
دسيمې څخه ازادې منابعې دعوه لري چې په نښتو کې امنيتي ځواکونو ته هم سخت زيان رسيدلى دى او دشپاړسو پوځيانو مړي دجگړه په ميدان پراتۀ دي .
خو دولت دامنيتي ځواکونو دوژل کيدو په اړه څه نۀ وايي.
دا نښتې دچارشنبې دشپې څخه وروسته له هغې پيل شوې کله چې دسوات د خوازه خيله نومې سيمې دډهيرۍ بابا په مقام طالبان دامنيتي قواو ديو کيمپ څخه تاؤ شول او دوی يې پخپله ولکه کې واخستل.
وروسته ددغو قواؤ دخلاصون لپاره الوتکې راورسيدې او په ځايې طالبانو يې دهوا څخه ډزې وکړې. دزیارت ترماښامه چورلکو دهوا څخه په ځايې جنگیالو ګولۍ ورولې.
طالبانو په پينځوؤ ډاټسنو کې خپل ژوبل کسان هاغو دواؤ روغتونونو ته رسولي دي کوم چې دمټې په ډهيرۍ سيمه کې دهوايي ډګر سره نزدې او شوار نومې سيمو کې طالبانو دخپلو ملګرو دتداوۍ لپاره جوړ کړي دي دصوبه سرحد دکورنيو چارو سکتر بادشاه ګل وزير ډيوه راډيو ته وويل چې په سوات کې دوضعيت خرابيدو سره په پيښور کې هم امنيتي تدابير سخت کړل شوي دي.
دۀ زياته کړه چې په خوازه خيله کې دامنيتي قواؤ او ځايې طالبانو ترمينځ نښته دوام لري او تر دې محاله دشپيتوؤ څخه تر اوياؤ پورې طالبان وژل شوي دي. .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG