لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات جنگیالو 48 يرغمل عسکر خوشې کړل


په سوات کې ځايې طالبانونن هغه 48 عسکر ميډيا ته له ښودو وروسته پريښودل کوم چې پرون د زیارت په شپه دوی دخوازه خيلې سيمې دلنګر نومې مورچې څخه نيولي وؤ.
دغه عسکر چې دمنګلور سيمې سره نزدې طالبانو پر يو روغتون کې يرغمل کړي وؤ. وروسته له هغې پريښودى شول چې ددوي وارثينو ځايې طالبانو سره خبرې اترې وکړې او دخپلو يرغملو کسانو دخلاصون سوال يې ترې وکړو.
پر دې محال پر سوونو وسله وال ځايې طالبان پر داسې حال کې ولاړ وو چې مخونه يې په نقابونو کې پټ کړي وؤ.
دځايې طالبانو دغورځنګ وياند مولانا سراج الدين پر دې موقع مطبوعاتو ته وويل چې مونږ دا عسکر دروغ نيتۍ دجذبې لاندې پر دې هيله خوشې کوؤ چې دوی به دخپلو نورو وطن والو او مسلمانانو په ضد ټوپک راپورته نۀ کړي .
مولانا سراج الدين وويل چې دا وخت اويا تنه نور عسکر او دوه غير ملکي وګړي هم زمونږ سره يرغمل دي چې پر دوي کې يو لوړپوړى پوځي افسر هم شامل دى ددوي دسرنوشت پر اړه به ډير زر شورى پريکړه وکړي.
يرغمل شوؤ عسکرو چې پرمخونو يې دويرې تاثرات خوارۀ وؤ دخبريالانو پر وړاندې ژمنه وکړه چې دوي به نوره نۀ دسرکار يا دولت نوکري وکړي او نۀ به هم دخپلو مسلمانانو وروڼو په ضد جنګ ته تيار شي .
خو ولې پر دې موقع دايف سي يو زلمي چې خپل نوم يې څرګند نۀ کړو وويل ” مونږ سره دمقاومت دپاره ټولې وسيلې ختمې شوې وې ځکه مو ځانونه دوي ته تسليم کړل “ دځايې طالبانو لخوا له خوشې کولو وړاندې پر ټولو يرغملو عسکرو پينځه پينځه سوه روپۍ هم وويشل شوې ترڅو دوي پرې دلارې خرڅ وکړي .
دغه امنيتي عسکر چې دټانک ، ميرعلي ، بنو، ملاکنډ، پيښور، دير او نورو مختلفو سيمو سره يې تعلق لرلو پر داسې حال کې ميډيا ته وښودل شول چې طالبانو کلک امنيتي تدابير نيولي وؤ او دميډيا نمائنده ګانو ته يې اجازه ورنۀ کړه چې دهر عسکر څخه جلا جلا پوښتنې وکړي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG