لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مشر قاضي افتخارچوهدري دَ جنرال مشرف پرضد دَ احتجاج ‏غږ ورکړی


دَ پاکستان سترې محکمې لر کړی شوي مشر قاضي افتخار محمد چوهدري په وکیلانو غږ کړې چې جنرال پرویز مشرف دَ بیړني حالت لگولو گام پرضد دې راپاسي.
نن دَ خپل کورنه چرته چې دی نظر بند دی هغه دَ ټیلي فون د لارې وکیلانو یوي غونډې ته وینا په وخت وویل چې هیواد کې دَ اساسي قانون لپاره ودریدو وخت راغلې دې.
اسلام آباد کې دَ موبائیل ټیلي فون سروس هغه وخت قطع شول کله چې نوموړي دَ ټیلي فون د لارې وکیلانو غونډې ته وینا کوله.
دَ نهې په ورځ هم دَ پاکستان پر بیلا بیلو ښارنو کې مظاهره کونکي وکیلانو آو پولیسو ترمنځ نښتې شوي دي.
دَ پاکستان پخوانۍ صدر اعظمې میرمن بینظیر بوټو نن دَ نهې په ورځ اسلام آباد ته رسیدلي. نوموړې به اسلام آباد کې دَ مخالف گوندونو مشرانو سره لیدل کتل کوي.
ټول هیواد کې د پنځلس سوه ‏(1500‎َ ‏) څخه‎ زیات وکیلان او ساسي گوندنو غړي نیول شوي دي.
خو ولې میرمن بینظیر بوټو او دَ جمعیت علماءاسلام گوند مشر مولانا فضل رحمن او دَ دوی گوندونو نور غړي نه دي نیول شوي. دسې خبرونه هم دي چې دواړو حکومت سره پټ جوړ جاړی کړې دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG