لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ګيټس:  مشرف  بائد پوځي څوکۍ پریږدي


دامريکا دمتحده ايالاتو ددفاع وزير رابرټ ګيټس پينټاګان کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په وخت وويل څومره زر چې کيدى شي جنرال مشرف بايد دپوځي منصب څخه تير شي او په هيواد کې پځايې کړل شوى بيړنى حالت ختم کړي.
دَ رپوټونو تر مخه دَ جنرال مشرف په اړه دَ واشنگټن صبر ختمیدونکی دی.
ښاغلي ګيټس زياته کړه امريکا سره دپاکستان غوره ملګرتيا پاکستان کې راتلونکي وضعيت پورې اړه لري او دا به په څو اوونيو کې روښانه شي چې واشنګټن دترهه ګرۍ په ضد نړيوال جګړه کې پر پاکستان څومره تکيه کوي.
اخوا دامريکا پوځي مشر ايډمرل مايکل مولن ويلي دي دپاکستان سره دامريکا پوځي اړيکې دمخکې پشان ټينګې دي او دپاکستان اټومي وسلو ته دپيښ کوم ګواښ په اړه مونږ هيڅ خبرتيا نۀ لرو.

XS
SM
MD
LG