لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان نيګرو پونټى جنرال مشرف  سره  دپاکستان په سياسي وضعيت وغږيدو


دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو مرستيال وزير جان نيګرو پونټى دپاکستان پر جمهوررئيس جنرال پرويز مشرف ټينګار کړى دى چې دعامو ټولټاکنو په اړه بايددټولو سياسي ګوندونو باور ترلاسه کړي.
او په دغه هيواد کې نيول شوي دمدني ټولنې غړي او سياسي کارمندان زر تر زره خوشې کړي.
ښاغلي پونټى دشنبې په ورځ په کيمپ آفس پينډۍ کې دجمهوررئيس جنرال پرويز مشرف سره وليدل او په خپل مينځي اړيکو، په نړيوالو او سيمه ايزو چارو، دترهه ګرۍ په ضد په روان جنګ او نورو مهمو چارو يې ورسره خبرې اترې وکړې.
نيګرو پونټى جمهوررئيس مشرف ته وويل امريکا په پاکستان کې دډيموکراسۍ دټينګښت ، دروڼ انده ټولټاکنو او سياسي ثبات پلوي ده.
جمهوررئيس جنرال پرويز مشرف دامريکا دبهرنيو چارو مرستيال وزير ته وويل کله چې په پاکستان کې دامنيت وضع ښه شي نو بيړنى حالت به پورته کړل شي .
مشرف زياته کړه په پاکستان کې بيړنى حالت دروڼ انده ټولټاکنو ترسره کولو او دامنيت ټينګولو په موخه په ځايې کړى شوى دى.
دۀ وويل اوس محال مونږ نۀ شو ويلى چې کله به بيړنى حالت ختم کړل شي.
اخوا دپاکستان پيپلز ګوند مشرې بې نظير بوټو سره په ټيلي فوني خبرو کې جان نيګرو پونټى وويل امريکا په پاکستان کې دډيموکراسۍ دټينګښت دپاره داعتدال خوښو قوتونو ديو کيدو مرسته کوي.
ميرمن بوټو دامريکا دبهرنيو چارو مرستيال وزير دپاکستان دسياسي وضعيت په اړه دخپلو انديښنو څخه خبر کړو او وې ويل جنرال پرويز مشرف دبيړني حالت په ځايې کولو سره په ډيموکراسۍ يو سخت ګزار کړى دى.
ميرمن بوټو زياته کړه دجنرال مشرف لخوا رامينځته کړل شوى موقتي دولت باندې دپاکستان سياسي ګوندونه باور نۀ لري دپيپلز ګوند مشرې داهم وويل چې په موجوده وضعيت کې دروڼ انده ټاکنو احتمال نۀ ليدل کيږي ځکه نو مونږ دټولو مخالفو ګوندونو په يو ځايې کولو سره ټولټاکنو کې پر ګډون نۀ کولو غور کوؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG