لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سترې محکمې  دجنرال  مشرف داهليت په ضد درخواستونه رد کړل


سترې محکمې دجمهوررئيس جنرال پرويزداهليت په ضد ټول مهم درخواستونه خارج کړي دي.
لويې څارنوال ملک محمدقيوم بهرنۍ خبري شبکې ته وويل سترې محکمې د جمهوررئيس جنرال پرويز مشرف داهليت په ضد پينځه مهم درخواستونه خارج کړي دي.
دۀ وويل په دې اړه يو درخواست پاتې دى چې اوريدنه به يې دزيارت په ورځ کولى شي. سترې محکمې دجنرال پرويز مشرف داهليت په ضد درخواست ورکوونکو کې شامل لائرز فورم او دډاکټر انوارالحق ايني درخواستونه دپيروۍ نۀ کيدو له امله رد کړل.
ددرخواستونو داوريدنې په موقع دسترې محکمې دفل کورټ غړي قاضي فقير کهوکهر دمخدوم امين فهيم د وکيل شفقت عباسي څخه دناخوښۍ څرګندولو په ترڅ کې وويل چې تۀ دعدالت توهين کوې.
ښاغلي عباسي ویلي وو چې دجمهوررئيس جنرال پرويز مشرف داهليت په ضد ورکړل شوى درخواست بيرته اخلي ځکه چې نوې جوړه شوې محکمه نه مني.

XS
SM
MD
LG