لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې  ټولټاکنې په ٨ مه جنورۍ کيږي


دپاکستان اليکشن کميسيون د2008ء دعامو ټولټاکنو لپاره مهال ويش جارى کړو خو دَ پاکستان مخالف گوندونو دغه مهال ویش رد کړې دی او ویلي دي چې الیکشن کمیسون او مواقتي حکومت دواړه بې طرفه نه دي.
دټولټاکنو دکميسيون رئيس جسټس (ر) قاضى محمد فاروق اسلام اباد کې دمهال ويش جارى کولو په ترڅ کې وويل جمهوررئيس جنرال پرويز مشرف دعامو ټولټاکنو لپاره دجنورۍ اتمه نيټه ټاکلې ده.
درائيو اچونه به دجنورۍ په اتمه نيټه کيږي، دصوبايي اسمبليو دټولټاکنو لپاره به هم رايې اچونه به دغه ورځ وي.
دۀ وويل ټولټاکنو کښې به داتوؤ کروړو څخه زيات رايې ورکوونکي خپله رايې کاروى. دټاکنې کاغذونه به دنومبر د21 مې نيټې څخه جارى کړل شي چې دنومبر په 26 مه به ترلاسه کولى شي دکاغذونو کره کتنه به دنومبر د27 مې نيټې څخه ددسمبر تر ٣ مې پورې کيږي.
په دغو کاغذونو به اعتراضات ددسمبر په 7 مه نيټه داخلولے شي او پريکړه به پرې ددسمبر په 13 مه نيټه کيږي ددسمبر15 مه به دټاکنې دکاغذونو دواپس اخستو وروستۍ نيټه وي.
دکانديدانود غوڅ فهرست اعلان به ددسمبر په 16 مه نيټه کولى شي داليکشن کميسيون مشر په ميرمنو زور راوړو چې خپله رايې بايد په عامو ټولټاکنو کې خامخا وکاروى.
داليکشن کميسيون مشر داهم واضحه کړه چې هغه ګوندونه يا کانديدان چې ميرمنې درايې اچونې څخه منعې کوي په ضد به يې کارروائي کولى شي.
دۀ زياته کړه دروڼ انده او صفا سوتره ټولټاکنو ترسره کول لمړۍ ترجيح ده دټولټاکنو دجائزې اخستو لپاره به دبهر ملکي مبصرينو دراتګ هرکلى کولى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG