لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنگټن: په بیړني حالت کې پاکې ټاکنی ممکن نه دي


دَامریکا بهرنیو چارو وزرات ویلي دي چې پاکستان لپاره ممکنه نه ده چې په بیړني حالت کې صفا او دَ ټگې نه پاکې ټاکنې اوکړي.
دَ وزرات لخوا ویلي شوې دي چې دَ جنرال پرویز مشرف لخوا دَ بهرنیو چارو مرستیال وزیر جان نیگرو پانټی ته خپل دریځ باندې ټینگار باوجود امریکا هیله لري چې جنرال مشرف به دَ امریکا خبره اومني.
امریکا وایي چې دَ جنرال پرویز مشرف لخوا دَ بیړني حالت اوچتولو څخه دَ انکار باوجود، امریکا به دَ بېړني حالت اوچتولو لپاره په پاکستان فشار اچول جاری ساتي.
جان نیگرو پانټی پرون دَ گل په ورځ دَ امریکا جمهور رئیس جارج بوش او دَ بهرنیو چارو وزیرې میرمن کنډولیزه رائیس ته دَ پاکستان دَ سفر حال ورکړی.
ښاغلې نیگرو پانټی دَ خالي په ورځ دَ پاکستان جمهوررئیس جنرال مشرف سره دَ لیدو سم لاسي وروسته واشنگټن ته ستون شوی وو او دَ خپل سفر په اړه یې ویلي دي چې هغه جنرال پرویز مشرف ته دَ ډیموکراسۍ په ځایې کولو په اړه کلک پیغام رسولی دې.
سپنې ماڼۍ دا رپوټونه رد کړي چې گني دَ پاکستان په اړه دَ واشنگټن ډپلومېسي ناکامه شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG