لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: دَ هیواد اتومي وسلې خوندي دي


دپاکستان دجمهوررئيس پرويزمشرف په مشرۍ کې دَ اتومي وسلو دَ خوندي ساتلو اداری یا نيشنل کمانډ اتهارټي غونډه کې ويل شوي دپاکستان اتومي پنګې خوندي دي او دهيواد دفاعي توان دباور وړ دى.
دَ اتومي وسلو دَ خوندي ساتلواداره پرون دجمهوررئيس پرويز مشرف لخوا ديو جاري کړل شوي قانون په ترڅ کې جوړه شوې ده چې مشر يې جمهوررئيس او مرستيال يې دهيوادصدراعظم ټاکل شوى دى.
ددغه ادارې لمړۍ غونډه نن په پينډۍ کې ترسره شوه ، غونډه کې موقتي صدراعظم محمدمياسومرو، دګډو ځواکونو دکميټې مشر، ددريواړو پوځونو مشران، دستراتيژيک پلان رئيس ، ددفاع ، بهرنيو،کورنيو او دخزانې دچارو موقتي وزيرانو او سائنسدانانو ګډون وکړو. دغونډې په محال دهيواد ددفاعي توان په بابله په يو شمير پروژو کې دترسره شوي پرمختګ جاج واخستل شو.
اؤ په هغې دباور څرګندونه وکړل شوه. غونډه کې ددفاعي توان دسيوا کولو په غرض څو وړانديزونه هم منظور کړى شول.
دملي ځواک اختيارمندې ادارې دپاکستان داتومي پنګو په اړه په نړيواله ميډيا دروان مخالف مهم نوټس هم واخستو غونډه کې خبردارى ورکړل شو دپاکستان اتومي پنګې خوندي دي.
.

XS
SM
MD
LG