لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزى په ٢٦م دسمبر په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته ځي


ټاکل شوې ده دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزى په ٢٦ دسمبر دپاکستان په دوه ورځني سفر پلازمينه اسلا اباد ته رسيږي.
دپاکستان دبهرنيو چارو ددفتر وياند محمدصادق مطبوعاتو ته داوونيز احوال تيرولو په محال وويل دافغان جمهوررئيس ددغه سفر موخه پاکستان سره ديووالي څرګندونه ده.
دۀ وويل حامد کرزي ته ددغه سفربلنه دپاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف تير کال داګست په مياشت کې دپاک افغان جرګې په موقع ورکړې وه.
وياند زياته کړه جمهوررئيس کرزى به پاکستاني چارواکيو سره ويني اؤ دپاک افغان اړيکو دودې ، دافغانستان دبياودانۍ، دسيمې او نړۍ د وضعيت او نورو مهمو چارو په اړوند به ورسره غږيږي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې دبهرنيو چارو ويانديو ځل بيا په ډاګه کړه چې پاکستان به دکوم بل هيواد پوځيانو ته پخپله خاوره کې دعملياتو اجازه ورنۀ کړي.
دۀ وويل پاکستاني پوځونه پخپله خاوره دورانکارو دهر رقم فعاليتونو په ضد پخپله دعملياتو کولو کوټلى توان لري ځکه نو مونږ به بهرنيو پوځيانو ته اجازه ورنۀ کړو ترڅو زمونږ په خاوره کې نظامي عمليات وکړي.
دامريکا لخوا پاکستان ته دورکړى کيدونکو مرستوپه هکله ديوې پوښتنې په ځواب کې محمدصادق وويل دامريکا لخوا په شرطونو پاکستان ته ورکړې کيدونکې مرستې به ددواړو اړخونو دخپل مينځي ګټو دپاره سودمندې ثابتې نۀ شي.
دهند دسلامتيا دصلاح کارايل کى نارائن ديوې وروستۍ مرکې په اړه دپوښتنې په ځواب کې دخارجه دفتر وياند وويل هند کې دترهه ګرۍ رامينځته کيدونکيو پيښو سره پاکستان هيڅ تعلق نۀ لري.
دۀ وويل پاکستان يو امن خوښى هيواد دى او هيچا ته اجازه نۀ ورکوي ترڅو دپاکستان خاوره دبل کوم هيواد په ضداستعمال کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG