لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بې نظير بوټو: تندرويان اسلام اباد پورې رسيدى شي


دپاکستان پيپلز گوند مشره بې نظير بوټو وايي په پاکستان کې ترهه گرۍ وده موندلې ده اؤ تر سواته رسيدلي تندرويان پايتخت اسلام اباد ته هم رسيدى شي.
په لودهرا کې يوې ولسي جلسې ته دوينا په محال ميرمن بوټو وويل دترهه گرۍ دسياست سره هيواد دتباهۍ په لوري روان دى.
اؤ دهيواد دژغورنې لپاره پيپلز گوند ته بايد واک وسپارل شي. هغې وويل دډيموکراسۍ او ولسي پاکستان لپاره دپيپلز گوند مبارزه دوامداره ده.
اؤ مونږ غواړو ولس ته دهغوي ټول حقونه ورکړل شي.
نوموړې وويل اقتدار ته درسيدو څخه وروسته به هغه د ډوډۍ، جامواؤ کور په اړه خپل شعار ته دعمل جامه اغوندي. نوموړې دعوه وکړه چې په ٨ مه جنورۍ به ولس دپيپلز گوند په حق کې خپله پريکړه ورکړي.
بلخوا دپاکستان مسلم ليگ(ن) رئيس ميا شهباز شريف تور لگولى چې دولت په ٨ مه جنورۍ کيدونکيو ټولټاکنو کې په لويه پيمانه دټگۍ منصوبه جوړه کړې اؤ درايې اچونې جعلي پرچې يې دوړاندې څخه چاپ کړي دي.
ژورنالستانو سره په خبرو کې ښاغلي شريف وويل کۀ چرې دټولټاکنو په محال دټگۍ هڅه وشوه نو ددوي کارمندان به درايې داچونې دمرکزونو څخه تاؤ شي اؤ دټولټاکنو لپاره دمقرر شوؤ صاحب منصبانو مخه به ونيسي.
ددې ترڅنگ دامريکا دبهرنيو چارو مرستيال وزير رچرډ باؤچر وايي په ٨ مه جنورۍ کيدونکيو ټولټاکنو کې به دامريکا ټول پام درائيو شميرنې لوري ته وي .
ترڅو په ټاکنو کې ټگي ونۀ شي. خو ولې دپاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف دوړاندې څخه باور ورکړى دى چې ټولټاکنې به دهررقم ټگۍ څخه پاکې وي. اؤ استخباراتي شبکو ته به پکې دلاسوهنې اجازه ورنۀ کړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG