لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامدکرزى سبا اسلام اباد ته ځي


دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزى سبا(چارشنبه) د پاکستان په دوه ورځني سفر پلازمينه اسلام اباد ته رسيږي.
نوموړي ته ددغه سفر بلنه داگست په مياشت کې دترسره شوې پاک افغان امن جرگې په محال دپاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف ورکړې وه.
ښاغلى کرزى به پاکستان کې دخپلې ايسارتيا په محال د ترهگرۍ او امنيت پر ستونزو د پاکستاني مشرانو سره خبرې وکړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند محمد صادق وايي پاکستان ته د افغان جمهوررئيس سفر د ښه نيت او د پاکستان سره د يووالي په موخه دى.
سرچينې وايي دخپل پاکستاني هم منصب سره په ليدنه کې به حامد کرزى دپاکستان او افغانستان دگډې پولې په وضعه ،افغانستان کې دامنيت او بياودانۍ ، پاکستان کې دترهه گرۍ درامينځته شوؤ وروستيو پيښو، دخپل مينځي تعلقاتو، دسيمې او نړۍ په وضعيت اؤ نورو مهمو چارو خبرې اترې وکړي.
په کابل کې دحامد کرزي وياند همايون حميدزاده ژورنالستانو ته ويلي دي پاکستان ته دافغان جمهوررئيس دسفر هدف ددوه اړخيزو اړيکو ټينگول اؤ دامنيت په چارو خبرې اترې کول دي. حامد کرزي سره پاکستان ته په تلونکې ډله کې دهغه دکابينې څو غړي ، ځينې واليان اؤ نور لوړپوړي چارواکي هم شامل دي.
پاکستان ته افغان جمهوررئيس دغه سفر په داسې حال کې کوي چې دپاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف په لمړي ځل ويلي دي کيدى شي دالقاعده مشراسامه بن لادن دپاکستان او افغانستان په سرحدي سيمو کې وي.
دامريکا ددفاع وزير رابرټ گيټس هم مطبوعاتو ته ويلي دي په پاک افغان سرحدي سيمو کې القاعده يو ځل بيا منظم کيږي.
ځکه نو اوس زيات امکان لري چې پاکستان ته دحامد کرزي دسفر په محال به ددواړو هيوادونو مشران زيات وخت هم دغه موضوع ته ورکړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG