لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دامريکايي رقم دلګښت په اړه راپور بې بنسټه دى: محمودعلي دراني


په امريکا کې دپاکستان سفير محمود علي درانې دترهه ګرۍ دمخنيوي لپاره دامريکا لخوا پاکستان ته دورکړل شوي رقم دبې ځايه لګښت په اړه امريکايي ورځپاڼه کې په خپور شوي راپور دخفګان څرګندونه کړې.
اؤ دغه راپور يې په بشپړ ډول دروغ ګرځولى دى امريکايي تيليويزيوني چينل سره په مرکه کې ښاغلي دراني وويل د پاکستان پر ضد دغه تورونه په داسې وخت کې لګول شوى چې پاکستان افغانستان سره په لګيدلې پوله دترهه ګرۍ له مينځه وړلو لپاره کوټلي ګامونه اخلي. پاکستاني سفير زياته کړه راپور کې په پاکستان لګول شوي تورونه بې بنسټه دي اؤ هيڅ حقيقت نۀ لري، ځکه چې پاکستان دترهه ګرۍ په ضد روان جنګ کې مهم رول لوبولى دى.
بلخوا دامريکا ددفاع پخواني وزير وليم کوهن ويلي دي سيمه کې دترهه ګرۍ او تندرويۍ په ضد دجنګ لپاره امريکا پاکستان ته اړتيا لري او جمهوررئيس پرويز مشرف دترهه ګرۍ په ضد جنګ کې دامريکا مهم ائتلافي دى.

XS
SM
MD
LG