لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ې نظير بوټو: دطالبانوله واک ختميدو  راپديخوا پاکستان کې غير يقيني صورتحال پيدا شوى دى


دپاکستان پيپلز ګوند مشرې بې نظير بوټو ويلي دي دکله راهسې چې په افغانستان کې دطالبانو دولت نسکور شوى اؤ هغوي دتورې بورې څخه قبائيلي سيمې ته راغلي دي.
دهغې ورځې څخه په پاکستان کې يو غير يقيني وضعيت پيدا شوى ، په هر لور جنګونو ، بمباريو اؤ پريشانيو دهيواد امنيت تالاترغۍ کړى دى پيښور کې يوې ولسي جلسې ته دوينا په محال هغې وويل مونږ به اقتدار ته درسيدو څخه وروسته دهيواد څخه دډار ، ويرې اؤ بدامنۍ ټغر غونډوؤ،اؤ دامن او سلامتيا پيغام به ورکوؤ.
ميرمن بوټو وويل په پاکستان کې ځينې سياسي ګوندونه غواړي فکري اختلافاتو ته وده ورکړي ، ځينې دهيواد دننه دجنګ صورتحال پيدا کول ، ځينې کرکې او نفرتونه خورول اؤ ځينې يوه صوبه دبلې صوبې سره جنګول غواړي خو ولې پيپلز ګوند په دغه هر څه باور نۀ لري.
اؤ مونږ غواړو ولس ته دروزګار، اسانتياؤ اؤ نورو بنيادي حقونو ورکولو دلارې دټولو بدمرغيو مخه ونيسو.
بې نظير بوټو زياته کړه پيپلز ګوند په هر دور کې دديموکراسۍ اؤ داولس دحقونو لپاره قربانۍ ورکړي دي.
هغې وويل مونږ تيار يو په راتلونکي کې هم دخپل دغه سپيځلي مقصد په لاره کې هر رقم قربانۍ ورکړو.
بې نظير بوټو وويل غاصبان او امران غواړي دپيپلز ګوند مخه ونيسي اؤ ولس دښې ورځې نه لري وساتي.
خو دغه غاصبان او امران د ولسي سيلاب مخه نۀ شي نيولى. بې نظير بوټو يو ځل بيا دټګۍ څخه دپاکو ټولټاکنو دغوښتنې کولو په ترڅ کې وويل کۀ چرې په ٨ مه جنورۍ کيدونکيو ټولټاکنو کې ټګي ونۀ شي نو پيپلز ګوند به په دغه ټاکنو کې په اوله درجه اؤ مسلم ليګ(ن) به په دوهمه درجه برياليتوب ترلاسه کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG