لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپيپلز گوند دمرکزي کميټې غونډه پيل شوې ده، بلاول ته دگوند دمشرۍ سپارلو احتمال


دپاکستان پيپلز گوند دمرکزي کميټې غونډه دگوند دمرستيال رئيس مخدوم امين فهيم په مشرۍ کې دلاړکانې نوډيرو نومې سيمه کې په بوټو هاؤس کې پيل شوې ده.
ټاکل شوې ده په دغه مهمه غونډه کې به دگوند دنوي مشرتابۀ اؤپه راتلونکو ټولټاکنو کې دپيپلزگوند دبرخې اخستو په شمول په نورو مهمو چارو پريکړې کولى شي.
دغه غونډه چې داتوار دورځې په ماسپښين ٣ بجې پيل شوه پکې دبې نظير بوټو دخاوند اصف علي زرداري لخوا دبې نظير بوټو وصيت هم واورول شو.
سرچينې وايي په وصيت کې بې نظير بوټو ويلي ؤ دهغې دمرگ څخه وروسته به دهغې زوې بلاول زرداري دگوند مشري په غاړه لري دغه غونډه دبندو دروازو ترشا کيږي اؤ ژورنالستانو ته پکې دگډون اجازه نۀ ده ورکړل شوې.
دبوټو په کور کې موجودو ژورنالستانو ته ويل شوي دغونډې په پايې کې به دگوند مرستيال مشر مخدوم امين فهيم دغونډې په بابله ژورنالستانو ته حال احوال تير کړي.
سرچينې وايي دماذيگر په ٤ ؤ بجو غونډه کې پريکړه وشوه چې پيپلز گوند به په راتلونکو ټولټاکنو کې برخه اخلي.
غونډه کې موجودو مشرانو وويل بې نظير بوټو پاکستان ته دجمهورريت د په ځايې کولو په ارمان راغلې وه. اؤ اوس بايد په ټولټاکنو کې دبرخې اخستو دلارې دميرمن بوټو دغه ارمان پوره کړل شي.
دبوټو دکور څخه سرچينو وويل غونډه کې دگوند ټول مشران دبې نظير بوټوزوې بلاول زرداري دهغې په جانشين جوړولو يوه خلۀ دي. اؤ پريکړه يې کړې چې دا وخت چون بلاول زرداري خپلې زده کړې نۀ دي بشپړ کړي ځکه نو ترڅو چې بلاول په زده کړو بوخت وي تر هغې به ٧ کسيزه کميټه دگوند چارې پرمخکې وړي.
په دغه کميټه کې به اصف علي زرداري، شعبان ميراني، مخدوم امين فهيم، يوسف رضا گيلاني، شاه محمود قريشي، نوابزاده لشکر رئيساني اؤ رحيم داد خان شامل وي وي.
سرچينې وايي غونډه کې دا پريکړه هم شوې ده چې دمسلم ليگ(ن) مشر نواز شريف به په ټولټاکنو کې برخې اخستو ته راضي کولى شي.
ددې څخه وړاندې دبوټو په کور کې دميرمن بې نظير بوټو دريمه په عقيدت اؤ احترام سره ونمانځل شوه.
په دې موقع دارواښادې دروح دثواب لپاره قران خواني وشوه.
په دريمه کې دگوند په زرگونو کارمندانو دهيواد دمختلفو برخو څخه گډون وکړو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG