لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کامره په هوائي مرکز راکټې بریدونه شوې دي


د پاکستان هوائي پوځ ستر مرکز کامره د نامعلومو وسلوالو لخوا څلور راکټې داغل شوې دي. په دغه راکټو کې یو د پوځ د خوړو په ځاې غورزیدلې دې.
په دې بریدونو کې د حکومت لخوا ویل شوي کوم ځاني زیان نه دې اوړیدلې.
یاده دې وې چې نزدې یو میاشت وړاندې هم د کامره په سیمه کې یو سکول بس باندې بمي برید شوې وؤ.
په کامره کې د هوائي پوځ اډه ډیر سټراټیجېکي ارزښت لري.
دغلته دایروناټیکل انجیرنگ مرکز دی. او د ایف١٦ الوتکو په گډون د نورو الوتکو څارنه او پالنه پکې هم کیږي. په کامره کې پاکستان د ځېنو الوتکو پالنه د چینې ماهرینو سره په گډه کوي.

XS
SM
MD
LG