لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان  کې ٤٠ جنگیالي نیول شوي دي


دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل اطهر عباس دپاکستان ديو شخصي تيليويزيون سره دمرکې په وخت وويل امنيتي ځواکونو دجنوبي وزيرستان په چک ملايي سيمه کې عمليات بشپړ کړي دي.
هغه زياته کړه دسيمې څخه ٤٠ؤ پورې تندرويان نيول شوي دي.
وياند وويل دتيرې شپې دکارروايۍ په محال چک ملايي کې دوژل شوؤ ١٠ؤ تندرويانو مړي موندل شوي دي.
جنوبي وزيرستان سره پيوست سيمه ټانک کې هم لټوني عمليات په بشپړولو سره ١٠ ځايې طالبان ونيول شول.
نيول شوؤ کسانو کې زياتره کمانډران هم شامل دي.
دجنوبي وزيرستان لدها سيمه کې تيره شپه هم ډزو دوام لرلو,خو دکومې مرګ ژوبلې تصديق نۀ دى شوى.
دسرچينو له مخې دجنوبي وزيرستان په مختلفو سيمو کې دپينځوؤ ورځو څخه د امنيتي ځواکونو اؤ طالبانو ترمينځ دنښتو لړۍ دوام لري.
اؤ تراوسه ١٣٠ؤ څخه زيات تندرويان وژل شوي دي. دغه نښته وروستو له هغې پيل شوي دي چې دشورو په شپه ځايې طالبانو په سيمه کې دامنيتي ځواکونو په يوه قلعه قبضه وکړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG