لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دعاشورې په موقعه ټول پاکستان کې کلک امنیتي گامونه اخستل شویدي


د صوبه سرحد په ګډون ټول پاکستان کې نن په ٩م محرم دکربلا دشهيدانو ياد کې ماتمې جلوسونه وويستل شول.
ددغه جلوسونو په موقع هيواد کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ او دجلوسونو طرفته تلونکې ټولې لارې په لويو خنډانو سره تړل شوې وې.
اؤ ځايې په ځايې دشيعه مسلمانانو په امام باړو اؤ دجلوسنو په لارو دپوځ ، رينجرز ، ايف سي اؤ پوليس ځواکونه په ګڼ شمير ودرول شوي وؤ.
پيښور کې دټولو څخه لويې دعزادارۍ جلوس دحسينيه هال څخه ووتو.
په پيښور کې ټولې مهمې لارې په بشپړ ډول تړل شوې وې.
همدغه شان کوهاټ او هنګو کې هم درسول اکرم(ص) دنمسو په ياد کې دعزادارۍ جلوسونه ووتل. همداراز دکرمې ايجنسۍ ٣٠٠ؤ امام باړو څخه دعزادارۍ جلوسونه ووتل.
کراچۍ کې دغرمې دنمونځ څخه وروسته ماتمې جلوسونه مختلفو ځايونو څخه ووتل.
لاهور کې مرکزي جلوس داسلام پورې څخه روان شو،.سيد محمدنقوي لاهور کې دمرکزي جلوس مشري کوله.
دشيعه مسلک دغه وګړي لمړى هديرو ته لاړل اؤ دخپلو مړو په قبرونو يې فاتحه ولوسته. شيخو پوره کې د٩م محرم هلې ځلې په عقيدت او احترام اؤ مذهبى جذبې سره ونمانځل شوې چې پکې په زرګونو ماتميانو ګډون وکړو.
سيالکوټ څخه د٩م محرم ٢٠ جلوسونه وويستل شول او ددغه ښار ٣٠ ځايونه حساس ګرځول شوي وؤ.
دعراق په ګډون دنړۍ ګڼو هيوادونو کې دکربلا دشهيدانو ورځ په احترام، عقيدت اؤ مذهبي جذبې سره ونمانځل شوه.
عراق کې د٩م محرم په موقع مختلفو ځايونو څخه جلوسونه ووتل اؤ کربلا کې دامام حسين (رض) په مزار ٢٥ زرو عزادارانو حاضري ورکړه.
دغه هيواد کې دټولو څخه لويې جلوس کربلا کې جوړ شو. دنړۍ دګڼو هيوادونو پاکستان، فرانس، برطانيې، ايران، بهارت او نورو هيوادونو څخه دزرګونو په شمير خلک کربلا ته ورسيدل او ماتمي جلوسونو يې وويستل.

XS
SM
MD
LG