لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعاشورې ورځ په مذهبي عقيدت او احترام ونمانځل شوه


دټولې اسلامي نړۍ په څير نن په پاکستان کې هم دعاشورې ورځ په مذهبي عقيدت ، درناوي اؤ احترام سره ونمانځل شوه.
په دې موقع دپاکستان په ټولو لويو اؤ وړو ښارونو کې سخت حفاظتي تدابير نيول شوي وؤ، ځايې په ځايې دپوليس ، پوځ ، رينجرز اؤ ايف سي ځلميو کلکه څارنه کوله اؤ الوتکو دهوا څخه دامنيتي وضعيت جاج اخستلو.
دعاشورې په ورځ شيعه مسلمانانودخپلو امام باړو څخه د ذوالجناح اؤ علم جلوسونه وويستل اؤ داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد(ص) دلمسو په ياد کې يې دماتم په توګه ځانونه په زنځيرونو ووهل اؤ خپلې سينې يې وډبولې.
په پيښور کې په ٧م محرم الحرام دشوي ځانمرګي بريد څخه وروسته په ټول پاکستان کې دشيعه مسلمانانو دجلوسونو دويستلو په اړه سخته ويره موجوده وه اؤ نن دعاشورې په ورځ پوليسو دمختلفو ښارونو څخه يو شمير شکمن کسان دشک په اساس نيولي دي.
په هنګو کې کرفيو لګول شوې وه اؤ هيچا ته اجازه ورنۀ کړل شوه چې دعاشورې په موقع دکورونو څخه بهر اوځي.
په کراچۍ کې داماميه سټوډنټس ارګنائزيشن لخوا دجلوس ويستو په وخت دامريکا بيرغ هم وسوځول شواؤ شيعه مسلمانانو داسرائيل اؤ امريکا په ضد شعارونه ورکړل.
په پيښور ، کوهاټ، بنو، ټانک ، ميانوالي ، پينډۍ، اسلام اباد، فيصل اباد،کراچۍ، کوئټه ، سبي ، ګوجرانواله ، لاړکانه ، سانګړ، ساهيوال ، لاهور، سيالکوټ،شکار پور، شيخوپوره اؤ دهيواد په نورو ښارونو کې دشيعه مسلمانانو دماتمي جلوسونو دتيريدو په لارو کې پوليسو کيمرې هم لګولې وې ترڅو دورانکارۍ څرک ولګوي.
بايد وويشل شي چې نور کله به په پاکستان کې دعاشورې په ورځ دشيعه مسلمانانو په ماتمي جلوسونو اؤ محفلونو کې سَُني مسلمانانو هم برخه اخسته ولې سږ کال دامن دخرابې وضعې له امله دشيعه مسلمانانو ماتمي جلوسونو اؤ محفلونو ته دشيعه ګانو اؤ دژورنالستانو څخه پرته نور هيڅوک پرې نۀ ښودل شول

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG