لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات کې ديو ځانمرګي په ګډون ٣٥ جنګيالي ونيول شول


نيول شوؤ کې د زياترو کسانو دنيونې دپاره امنيتي ځواکونو دډير وخت څخه هڅې کولې.
ددغو کسانو دنيولو دپاره تيره ورځ دسوات چپريال سيمه کې کور په کور عمليات وشول.
دعملياتو په محال وسله ، ګوله بارود اؤ دپوځيانو درې ګاډي چې ځايې طالبانو تښتولى وؤ هم ترلاسه شوي دي.
دعملياتو په محال ټوله سيمه کې کرفيو لګول شوې وه اؤ دشپې په وخت امنيتي ځواکونو دچپريال سيمه خپله ولکه کې اخستې وه.
دغه راز دعملياتو په وخت دطالب پلوه جنګياليو دمشر مولانا فضل الله ددريوؤ مهمو کمانډرانو کورونه وسوځول شول چې پکې کمانډر ملا مجاهد، سلطان محمد مشهور په پټهان اؤ سيف الملوک شامل دي.
چپريال کې دعملياتو بشپړيدو څخه وروسته نيول شوي کسان په سخته نګرانۍ کې سيدو شريف ته ورسول شول اؤ دابتدايي څيړنو څخه وروسته دوي محبس کې بند کړل شول.
وروسته دغه سيمې څخه کرفيو پورته کړل شوه. څرګنده دې وي چې ځايې طالبان دسوات سيمې پريښودو څخه وروسته وزيرستان او نورو سيمو ته تللي دي اؤ خال خال طالبان اوس سيمه کې موجود دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG