لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جاويداقبال چيمه : دسکاټ لينډ يارډ څيړنيز راپور به  اولس ته په ډاګه کولى شي


دپاکستان دکورنيوچارو دوزارت وياند جاويد اقبال چيمه وايي برطانوي څيړونکو سکاټ لينډ يارډ دپخوانۍ صدراعظمې دوژنې په اړه څيړنې بشپړ کړي دي اؤ په راتلونکو څو ورځو کې به خپل راپور پاکستان ته وړاندې کړي.
نن دنهې په ورځ اسلام اباد کې مطبوعاتو ته داحوال تيرولو په وخت ښاغلي جاويد اقبال چيمه وويل برطانوي څيړونکي دميرمن بوټو دوژنې دڅيړنو بشپړولو څخه وروسته برطانيې ته تللي دي.
اؤ دغلته خپل راپور ته غوڅ شکل ورکوي.
هغه وويل کله چې دوي دڅيړنو په اړه راپور تيار کړي نو ډير زر به بيرته پاکستان ته راشي اؤ دغه راپور به دپاکستان دولت ته وسپاري.
وياند وويل څيړنيز راپور به اولس ته هم په ډاګه کولى شي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي چيمه وويل دولت هاغه شخصياتو څخه څنګه سکاټ لينډ يارډ ته دڅيړنو کولو اجازه ورکړي چې نومونه يې بې نظير بوټو ٦ مياشتې دمخه اخستي وؤ؟ دکورنيو چارو دوزارت وياند وويل دمحرم په دوران کې دپاکستان دمختلفو ښارونو څخه ١٠ مهم ترهه ګر نيول شوي دي.
په دغو کې کۀ دډيره اسماعيل خان څخه دنيول شوؤ ٢ؤ ترهه ګرو اعتزاز اؤ شيرزمان سره دسکاټ لينډ يارډ څيړونکي ليدل وغواړي نو دولت پرې اعتراض نۀ لري.

XS
SM
MD
LG