لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نواز شریف: وکیلانو د سیاستمدارانو نه زیات څه وکړل


د پاکستان پخواني صدراعظم او د مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ گوند مشر ښاغلي نواز شريف ویلي دي کوم کار چې په دې هيواد کې تراوسه سياستمدارانو ونۀ کړل شو هغه وکيلانو وکړو.
ښاغلې شریف هیواد ته د جلاوطنی نه بیرته ستنیدو وروسته لومړې وار د پیښور په سفر دې.
نوموړي د پیښور محکمې وکيلانو ته دامريت پر ضد اؤ دعدليې دازادۍ لپاره په کامياب تحريک چلولو مبارکي ورکړه.
په پيښور کې وکيلانو ته دوينا په محال دمسلم ليګ(ن) مشر ميا نواز شريف وويل دهغۀ ګوند به هيڅ کله دهغه چا ملاتړ ونۀ کړي چې عدليه يې دخپلو ګټو لپاره له پښو څخه غورځولې ده.
پخواني صدراعظم زياته کړه کله چې دهغۀ ګوند په ټولټاکنو کې برياليتوب ترلاسه کړي نو ګوښه کړل شوي قاضيان به بيرته پر ځايې کړي اؤ عدليې ته به ازادي ورکړي.
نن د زيارت په ورځ پيښور ته دپخواني صدراعظم نواز شريف دراتګ په محال دپيښور د محکمې يا هائيکورټ سره نزدې ايښودل شوى بم خنثي کړى شو.
نواز شريف دپيښور هائيکورټ کې وکيلانو ته وينا کوله.
اؤدهغه قافله هائيکورټ سره نزدې وه چې دغه وخت دهائيکورټ مخې ته يو ايښودل شوى بم پوليس وليدو اؤ خنثي يې کړو.
دبمونو دشنډولو دپوليسو مشر حکم خان ژورنالستانو ته وويل ددغه بم وزن ٤٠٠ ګرامه ؤ اؤدساعت مطابق چاؤديدلو ته ايښودل شوى ؤ

XS
SM
MD
LG