لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دره آدم خيل کې دویمه ورځ هم عملیات دوام لري


د پاکسستان صوبه سرحد پیښور ښار نه ۴٠ کلومیټره لری نیمه قبایلي سیمه دره ادم خيل کې دامنيتي ځواکونو لخوا دتندرويانو پر ضد پيل شوې عمليات په دويمه ورځ هم دوام لري او په جګړه کې نور ٩تندلاري وژل شوي دي.
دره آدم خیل کې د طالبانو قوماندان عبدالجبار ویلي چې هغوی په تختول شوي ١٥عسکرو کې تراوسه ٥کسان وژلي دي.
د عملیات د دره ادم خيل کې د جنگیالو لخوا دوسلې څخه ډک ۴ دولتي ټرکونه تښتولو وروسته شروع شوي.
د رپوټونه تر مخه حکومتي ځواکونو د دره آدم خیل اخوروال کلی نه طالبانو ویستو وروسته خپل پوره کنټرول ترلاسه کړی او اوس د دره آدم خیل بازار اړخ ته پرمختگ کوي.
دامنيتي ځواکونو لخوا دطالب پلوه جنګياليو پر ضد په پراخه پيمانه دعملياتو له امله ځايې خلک دځان ژغورنې په خاطر کوهاټ اؤ پيښور ته پناه وړي.
د پاکستان پوځ د تعلقاتو عامې څانگې دايي ايس پي ار له مخې امنيتي ځواکونو دره ادم خيل کې دوسلې څخه دډکو ٤ؤ ټرکونو دلټون لپاره په پراخه پيمانه عمليات پيل کړي وؤخو دځايې جرګې په خواست دغه عمليات اودرول شوي دي.
ددې جگړې له کبله تراوسه انډس هائی وی یا د پیښور او کراچۍ تر مینځ سړک ټریفک لپاره بند دی.
همدغه راز دجنوبي وزيرستان لدها سيمه دعسکريت خوښو څخه پاکه کړل شوې ده اؤ دهغوي پټن ځايونه ړنګ کړل شوي دي.
بلخوا ددير تيمرګره سيمه کې ځايې طالب پلوه جنګياليو دامنيتي ځواکونو په پوسته سحر ٦ بجې دراکټو بريد وکړو چې له امله يې ٣ؤ عسکر خپل ژوند دلاسه ورکړى دى ، دغه بريد کې ١عسکر ټپي شوى هم دى

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG