لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: اټومي وسلې خوندي ساتلو لپاره امنیتي گامونه نور هم مضبوط کړی شوی دي


دپاکستان اټومي وسلو باندې مامور جگپوړو چارواکو ویلی چې په هیواد کې ورستیو میاشتو کې راپورته شوي اړي گړی له کبله د هیواد اټومي وسلې خوندي ساتلو لپاره امنیتي گامونه نور هم مضبوط کړي دي.
د پاکستان اټومي وسلو د ادارې مشر پخواني جنرال خالد قدوائی خالی په ورځ بهرني خبریالانو ته ویلي چې د اټومي وسلو د خوندي ستلو لپاره امنیتي گامونه نور هم سخت کړی شوی دي.
نوموړي زیاته کړه داسې کوم خطر نېشته چې پاکستان اټومي وسلې به القاعدې یا طالبانو په شان د تندلارو لاسونو ته ورشي.
ښاغلي قدوائی زیاته کړه چې د پاکستان د اټومي وسلې خوندي ساتلو لپاره کوم نظام جوړکړې شوې دی هغه ته د نړۍ یو پوځ هم نشي رسیدی او دهغه د خولې د یو کس یا ترهگر لپاره د پاکستان اټومي وسلو ته رسیدل ممکن نه دی. پاکستان سره دا وخت د یوې اندازې ترمخه ٥٠اټومي وسلې دي.
پاکستان کې د تیری څه مودې نه رون اړي گړي له کبله امریکا او یورپا کې داسې اندیښنې رامینځته شوي دي چې د پاکستان اټومي وسلې د ترهگرو لاسونو ته غورځیدې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG