لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بنو:  نامعلومه وسله ولو یو سکول کې ماشومان اؤ استاذان يرغمل نيولي دي


دصوبه سرحد په جنوبي ضلع بنو کې نامعلومه وسله ولو په يو مکتب قبضه کړې ده اؤددغه خونزي ماشومان اؤ استاذان يې يرغمل کړي دي.
نامعلومه وسله ولو دغه مکتب هاغه وخت ونيولو کله چې دوي نن دګل په سحر دکرک سيمې څخه دروغتيا دمحکمې يو صاحب منصب اؤ دهغه ملګري تښتول.
په دغه محال وسله وال په لاره کې په پوليسو واوښتل اؤ هغوي دځان ژغورنې په خاطر نزدې مکتب ته ورننوتل.
دروغتيا دصاحب منصب دتښتولو په محال دپوليسو اؤ وسله والو ترمينځ نښته هم وشوه چې په هغې کې ١ وسله وال مړۀ شو.
سرچينې وايي وسله وال چې کله دولي زار په نوم دغه مکتب ته ننوتل هغه وخت په مکتب کې ٢٥٠ ماشومان اؤ دمکتب استاذان موجود وؤ.
دغه وسله والو ددولت څخه غوښتنه کړې ده چې کۀ دولت دهغوي دوژل شوي ملګري مړي هغوي ته وسپاري اؤ دوتلو لپاره خوندي لاره ورکړي نو چمتو دي چې يرغمل نيول شوي ماشومان اؤ استاذان خوشې کړي.

XS
SM
MD
LG