لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې د توغندي حمله ١٢مړه


د پاکستان استخباراتي چارواکي وایي د افغانستان پولې ته نزدې د پاکستان قبایلي سیمې کې د نامعلوم ځاې نه گذار شوي یو توغندي په برید کې ١٢ جنگیالي وژل شوي دي.
چارواکو د وینا تر مخه د غه برید د شمالي وزیرستان په خوشالی طوري خیل نومې کلي کې شوې دی.
د پاکستان حکومت یا پوځ دغه برید په اړه کوم بیان مخې ته نه دی راغلی.
دا معلومه نه ده چې دا توغندې چا گذار کړې دی خو مخکې هم دغه رنگه بریدونه افغانستان کې موجود امریکا په مشرې کې ایتلافي ځواکونو لخوا شوي دي.
پاکستان او امریکا دواړه دغه عملیاتو نه انکار کوي.
بلخوا په رزمک کې دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته دنامعلومه وسله والو لخوا شوي بريد کې ٤ عسکر سخت ژوبل شوي دي.
همدغه راز دجنوبي وزيرستان په شيشام وان سيمه کې دتندلارو سره په نښتو کې ١ عسکر وزل شوې دی.
دغلته امنيتي ځواکونه دپرمختګ په کولو سره لدها سيمې ته ورنزدې شوي دي.
دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو څانګه وايي په شيشام وان اؤ تيارزه نومې سيمو کې پوځيانوخپلې پښې مضبوطې کړي دي.
دايي ايس پي ار تر مخه په شيشام وان کې دتندلارو سره په نښتو کې ١ امنيتي کارمند وژل شوى خو دغلته دامنيتي ځواکونو لخوا ځوابي عملياتو کې طالب پلوه جنګياليو ته داوښتې مرګ ژوبلې په هکله اطلاع نۀ ده ترلاسه شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG