لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سکاټ لينډ يارډ : بې نظير بوټو  په ګولۍ نۀ ده وژل شوې


دپاکستان پيپلز ګوند دمشرې بې نظير بوټو دوژنې دپيښې دپلټنو په راپور کې برطانوي څيړونکي سکاټ لينډ يارډ وايي ميرمن بوټو په ګولۍ دلګيدو نۀ بلکې دچاؤدنې په مهال دګاډي د وسپنې سره دهغې دسر دټکر کيدو له امله وژل شوې وه.
دپاکستان دپخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو دوژنې دپيښې دپلټنو راپور برطانوي څيړونکيو سکاټ لينډ يارډ نن دجمعې په ورځ دپاکستان دولت ته وسپارلو.
پيپلز ګوند ددغه راپور په بې ارزښته ګرځولو دريځ خپل کړى دى چې دولت دسکاټ لينډ يارډ څيړونکي دهاغو پټو مخونو بې نقابه کولو ته نۀ دي پريښودي چې دبې نظير بوټو په وژنه کې لاس لري.
ددريوؤ پاڼو په دغه راپور کې ويل شوي دي چې په بې نظير بوټو ډزې اؤ ځانمرګي بريد بيلابيلو کسانو نۀ بلکې هم يو تن کړى ؤ.
دغه تن دبې نظير بوټو دګاډي سره ديو يا دوؤ ميټرو په واټن ولاړ ؤ چې لمړى يې په بې نظير بوټو ٣ ډزې وکړې اؤ بيا يې خپل ځان والوزولو.
په دغه راپور کې دبرطانيې دکورنيو چارو ددفتر پيتهالوجسټ ډاکټر نتهينل کيري ويلي دي دچاؤدنې په وخت ددرز سره دبې نظير بوټو سر دګاډي د وسپنې سره ټکر شوى اؤ ددغه ګزار له امله هغۀ مړه شوې ده.
راپور کې دا هم ويل شوي دي چې په بې نظير بوټو دشوؤ ډزو څخه د 0.6 سيکنډو څخه وروسته هم دهغې سر دمنظر څخه پناه شوى نۀ ؤ.
بلخوا دميرمن بوټو دوژل کيدو دپيښې په اړوند دسکاټ لينډ يارډ دراپور مخې ته په راتلو دپاکستان پيپلز ګوند وياند فرحت الله بابر ډيوه راډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل مونږ دپاره دسکاټ لينډ يارډ راپور ځکه کوم ارزښت نۀ لري چې په دې کې يواځې په يوه نکته زور ورکړل شوى چې بې نظير بوټو په ګولۍ دلګيدو له امله نۀ ده وژل شوې.
ښاغلي بابر وويل”نۀ خو پيپلز ګوند دسکاټ لينډ يارډ څخه دپيښې دپلټنو په هکله کومه غوښتنه کړې وه اؤ نۀ دا مهمه ده چې مونږ ته وويل شي چې بې نظير بوټو په ګولۍ دلګيدو له امله وژل شوې کۀ يا په بل څه؟ بلکې مهمه دا ده چې هاغه پټ مخونه بې نقابه کړل شي چې دبې نظير بوټو په وژنه کې لاس لري.
“ دپيپلز ګوند وياند وويل دولت دسکاټ لينډ يارډ څيړونکي نۀ دي پريښي ترڅو هغوي د٢٧م دسمبر دپيښې دمهمو اړخونو څخه پرده پورته اؤ په دغه ناوړه پيښه کې ککړ کسان په ډاګه کړي.
ياده دې وي چې دپاکستان دکورنيو چارو وزارت دسکاټ لينډ يارډ دراپور دجاري کيدو څخه دمخه ويلي وؤ چې بې نظير بوټو په ګولۍ نۀ وه لګيدلې بلکې سر يې دګاډي د وسپنې سره ټکر شوى ؤ اؤ له دغه امله يې خپل ژوند دلاسه ورکړى ؤ.
پيپلز ګوند د کورنيو چارو دوزارت دغه دريځ په کلکه رد کړى ؤ اؤدبې نظير بوټو دپريس سکترې شيري رحمان مطبوعاتو ته ويلي وؤ چې هغې دبې نظير بوټو مړي ته دغسل ورکولو په وخت وليدل چې دبې نظير بوټو په سر کې دجوړ شوي سوري څخه وينې بهيدلې..

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG