لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي چارواکى : اسامه اؤ ملاعمرپاکستان کې پټ دي


دبش انتظاميې يو لړپوړي چارواکي ادعا کړې ده چې دطالبانود مشر ملا عمر اؤ دالقاعده دمشر اسامه بن لادن په ګډون ددغه ترهه ګر تنظيم نورمهم غړي دپاکستان په قبائيلي سيمو کې پټ دي چې دپاکستان اؤ افغانستان لپاره ستره خطره ده.
ديوې برطانوي خبري ادارې له مخې دبش انتظاميې يو لوړپوړي چارواکي ميډيا سره دخبرو کولو په مهال دنوم نۀ څرګندولو په شرط وويل دطالبانو مشر ملا عمر کوئټه کې پټ دى اؤ ددغه ځايې څخه افغانستان کې اړى ګړى جوړوي.
ولې بلخوا پاکستان ددغه امريکايي چارواکي لخوا پاکستان کې داسامه بن لادن اؤ ملا عمر دموجودګۍ دتورمسترد کولو په ترڅ کې ويلي دي کۀ چرې امريکا داسامه بن لادن اؤ ملاعمرپاکستان کې دموجوديت په اړه کومه سمه خبرتيا لري نو دپاکستان دولت ته دې يې وسپاري چې دغه شان دولت دهغوي په ضد سمدستي عمليات پيل کړي.
دبش انتظاميې دچارواکي وينا وه چې دپاکستان قبائيلي سيمه کې پټ دالقاعده دمشر اسامه بن لادن څخه دپاکستان اؤ افغانستان دواړو امنيت ته ګواښ پيښ دى.
هغۀ وويل واشنګټن يقين لري چې اسامه بن لادن ، دهغۀ مرستيال ايمن الظواهري اؤ دالقاعده نور دسر سر مشران دپاکستان قبائيلي سيمو کې پټ دي.
امريکايي چارواکي دا ونۀ ويل چې هغۀ ته دملا عمر اؤ اسامه بن لادن پاکستان کې دموجوديت اطلاع دکوم ځايې څخه ترلاسه شوې ده هغۀ وويل القاعده خپلې ټولې ټولې تګلارې په قبائيلي سيمو کې جوړوي اؤ ملا عمر طالبانو ته دجنګي کړنکلارې په اړه لارښوونې دکوئټې څخه کوي.
بلخوا دپاکستان دبهرنيو چارو دوزارت وياند محمد صادق يو شخصي تيليويزيون سره دخبرو په مهال وويل کۀ چرې امريکا سره دملاعمر اؤ اسامه بن لادن پاکستان کې دموجوديت په اړه کومه باوري خبرتيا وي نو دولت ته يې ورکړي چې دپاکستان دولت ددغه معلوماتو په رڼا کې سمدستي عمليات وکړي هغۀ وويل بايد دغه شان اطلاعات ميډيا ته دورکولو په ځايې دپاکستان دولت ته ورکړل شي...

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG