لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالب قوماندان ملا منصور دادالله پاکستاني ځواکونو نیولې دی


دپاکستان په بلوچستان ايالت کې دافغانستان پولې ته نزدې دګوال اسماعيل زئى په سيمه کې دطالبانو مهم مشرملا منصوردادالله دپاکستاني ځواکونو سره په يوه نښته کې سخت ژوبل شوی دی.
د پاکستان داخله وزرات وایي ملا منصور داد الله دوی په ولقه کې دی.
سرچينې وايي دګل په ورځ دپاکستان امنيتي ځواکونو خبرترلاسه کړو چې ملا منصور دادالله اؤ دهغه څو نور ملګري دقلعه سيف الله په ګوال اسماعيل زئى سيمه کې ديو کور دننه موجود دي.
امنيتي ځواکونو ددغه خبر په اساس په سيمه کې عمليات پيل کړل سرچينې وايي دډزو څخه مخکې امنيتي ځواکونو ملا منصور دادالله ته خبردارى ورکړو چې ځان بايد ګرفتارۍ ته وسپاري.
ولې هغه دداسې کولو څخه ډډه وکړه وروسته امنيتي ځواکونو دملا منصور دادالله او دهغه دملګرو دنيولو په غرض عمليات پيل کړل اؤ ددواړو خواؤ ترمينځ تر دوؤ ساعتو ديو بل په ضد ډزې وشوې.
په دغه ډزو کې ملامنصور دادالله سخت ټپي شو او په ټپي حالت کې ونيول شو.
سرچينې وايي په عملياتو کې دملا منصور دادالله مشر ورور حاجى لاله اؤ دهغوي درې ملګري خدايي داد ، عبدالرزاق اؤ خالق داد هم نيول شوي دي.
بايد وويل شي چې ملامنصور دادالله په افغانستان کې دطالبانو هاغه مهم قوماندان ؤ چې دامريکا اؤ ناټو په ځواکونو يې دبريدونو ترسره کولو ترڅنګ دځان مرګي بريد کوونکيو روزنه هم کوله.
نوموړى دطالبانو دمشر ملا عمر دنزدې ملګرو څخه شميرل کیږي.
ملا منصور دادالله وروستو له هغې دطالبانو قوماندان وټاکل شو کله چې تير کال د اپريل په ١٣ مه نيټه دافغانستان په هلمند ولايت کې دهغه بل ورور ملا دادالله دعملياتو په مهال ووژل شو.
د تير ستمبر په مياشت کې دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد اعلان وکړو چې ملا منصور دادالله دطالبانو دغورځنګ څخه دهغۀ دسرغړاوي دعملونو له امله ويستل شوى دى.
خو ملا منصور دادالله دجنورۍ په مياشت کې مطبوعاتو ته وويل دطالبانو دليکې څخه دهغه دويستل کيدو خبره بې اساسه ده.
دملا منصور ادالله دنیولو پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې ده چې دوه ورځې مخکې دامريکايي دولت يو لوړپوړي چارواکي ادعا وکړه چې دالقاعده مشر اسامه بن لادن ، دهغۀ مرستيال ايمن الظواهري، دطالبانو مشر ملاعمر اؤ نور مهم طالب مشران په پاکستان کې پټ دي

XS
SM
MD
LG