لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پیپلز گوند او مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ گوند په گډه حکومت جوړولو رضا شوي دي


دپاکستان په ټولټاکنوکې دمشرف پلوه ګوند مسلم ليګ ق دماتې څخه وروسته په ټولټاکنو کې بريالي شوي سياسي ګوندونه پیپلز او مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ په گډه حکومت جوړولو رضا شوي دي.
د زيارت په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر ميا نوازشريف د پيپلز ګوند مشر ښاغلي اصف زرداري سره وليدل اؤ په مرکز اؤ صوبو کې يي ورسره د ګډو دولتونو په جوړؤلو خبرې اترې وکړې.
وروسته ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته د وينا په مهال اصف زرداري اؤ ښاغلي شريف وويل دواړه په دې خبره صلا ح شوي دي چې د عوامي نيشنل ګوند په مرسته به په مرکز اؤصوبو کې ګډ دولتونه جوړوي اؤ په ميثاق جمهوريت به بشپړ عمل کولى شي.
نوازشريف وويل د ګوښه کړل شوؤ قاضيانو په معامله دهغوئ دګوندونو ترمنځ هيڅ اختلاف نۀ شته اؤ دديموکراسۍ د ودې ،دپارليمان دسرلوړۍ اؤ داساسي قانون د بحالۍ دپاره به ګډې هڅې کولى شي.
اصف علي زرداري وويل هغوئ په دې هم يوه خلۀ دي چې دپيپلز ګوند د وژل شوې مشرې بې نظير بوټو د وژنې پلټنې به دملګرو ملتونو لۀ لارې کوي.
بائدوويل شي چې کۀ پيپلز ګوند، مسلم ليګ ن اؤعوامي نيشنل ګوند پخپلو کې لاسونه ورکړي نود٣٤٢چوکيو په قومي اسمبلۍ کې به ورته دخواوشا ٢٠٠ؤ غړو ملاتړ ترلاسه شي اؤ د دولت جوړولو لپاره يواځې ١٧٢ؤ غړو ته اړتيا ليدل کيږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG