لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټيليګراف ورځپاڼه : پرويز مشرف په استعفا ورکولو غور کوي


برتانوي ورځپاڼې ټيلي ګراف دپاکستان دجمهوررئيس پرويز مشرف د نزدې ملګرو په حواله خپل يو خپور کړي راپور کې ويلي دي پرويز مشرف په ټولټاکنو کې دخپلو مخالفو ګوندونو له بريالي کيدو وروسته دخپل منصب څخه په استعفا ورکولو غور کوي.
راپور ليکي دپرويز مشرف يو نزدې ملګري دنوم نۀ څرګندولو په شرط وويل "جمهوررئيس پرويز مشرف باور لري چې ټولټاکنو کې دهغۀ دمخالفو ګوندونو بريالي کيدو ،دهغوي لخوا دګډ دولت جوړولو اؤ دګوښه کړل شوؤ قاضيانو دپځايې کولو دوعدې څخه وروسته دهغۀ سره بله يوه لاره هم نۀ ده پاتې شوې ځکه نو پرويز مشرف داقتدار په پريښودلو غور پيل کړىدى
" دپرويز مشرف دغه ملګرى وايي "دجمهوررئيس لخوا دواک څخه تيريدل اوس دمياشتو نۀ بلکې دڅو ورځو خبره ده ولې چې مشرف غواړي دنوي پارليمان سره په لانجو کې دپريوتلو پځايې په عزت سره دخپلې چوکۍ څخه تير شي".
راپور دجمهوررئيس ديو بل ملګري له خلي ليکي " کيدى شي دمشرف څخه تيروتنې شوې وي خو هغه دهيواد دپياوړي کولو پلوي دى".
همدغه شان نور چارواکي وايي " جمهوررئيس دټولټاکنو دنتيجو راتللو سره سم په مستعفي کيدو غور کړى ؤ خو ولې ملګرو ورته ويلي وؤ چې دهغۀ دسمدستي رخصتيدو سره هيواد کې بحران رامينځته کيدى شي ".
بايد وويل شي چې په ټولټاکنو کې دپيپلز ګوند ، مسلم ليګ(ن)، او عوامي نيشنل ګوند دبريالي کيدو وروسته دپرويز مشرف دمخالفو ګوندونو لخوا دهغۀ څخه دمستعفي کيدو غوښتنې زور نيولى دى خو تيره ورځ دجمهوررئيس وياند راشد قريشي واضحه کړې وه چې جمهوررئيس به دمخالفو ګوندونو په فشار کې دراتللو له امله استعفي نۀ ورکوي.

XS
SM
MD
LG