لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسفنديارولي : پیپلز گوند سره به په گډه حکومت جوړوؤ


دعوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان ویلي صوبه سرحد او مرکز کې به د پیپلز گوند سزه په گډه حکومت جوړوي.
نوموړي ویلي چې د صوبې وزیر اعلی به دعوامي نېشنل پارټۍ نه وي.
ښاغلي اسفنديار ولي زیاته کړه په ټولټاکنو کې دبرياليو سياسي ګوندونو مشرانو اصف علي زرداري اؤ ميا نواز شريف ورته باور ورکړى چې دريواړه ګوندونه به په ګډه ددولت جوړولو څخه وروسته د قبائيلي سيمې دستونزې هوارى په سوله ايزه توګه دجرګو مرکو له لارې راوباسي.
نن دګل په ورځ په باچاخان مرکز کې دعوامي نيشنل ګوندديوې مهمې غونډې دمشرۍ کولو څخه وروسته مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال اسفنديارولي خان وويل په قبائيلي سيمو کې اړى ګړى اؤ ناقراري ځکه پيدا شوې ده چې تراوسه دقبائيلي اولس خبرې ته چا غوږ نۀ دى نيولى اؤ نۀ يې ورته دخپلوۍ احساس ورکړى دى.
اسفنديارولي خان زياته کړه هغۀ دپيپلز ګوند دمشر اصف علي زرداري اؤ دمسلم ليګ(ن) دمشر ميا نواز شريف سره ددريوؤ اصولو لاندې ائتلاف ته غاړه ايښودې ده.
لومړی دا چې دقبائيلي ستونزې سياسي حل به لټولى شي ، (دوهم) دصوبه سرحد نوم به بدلوي اؤ ورته به دخپلې پيژندګلوۍ ترڅنګ ټول صوبايي حقونه ورکولى شي،(دريم) دعدليې په بابله دپيدا شوي بحران دحل لار به دپارليمان دننه لټول کيږي.
دمطبوعاتي کانفرنس په مهال دسرحد اسمبلۍ دواؤ ټاکل شوؤ بې پلوه غړو ميا نثار ګل اؤ امجد اپريدي په عوامي نيشنل ګوند کې دګډون اعلان وکړو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG