لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان بریالیو مخالف گوندونو نوي پارلمان کې د لویې اکثریت ادعا کړی ده


دپاکستان په ټولټاکنو کې برياليو ګوندونوپاکستان پيپلز ګوند،مسلم ليګ(ن) اؤ عوامي نيشنل پارټۍ دراتلونکي دولت جوړولو لپاره په قامي اسمبلۍ کې په دریو کې دوه برخې اکثريت په ډاګه کړى دى.
نن د شورو په ورځ په اسلام اباد کې ددريوؤ واړو ګوندونو دپارليماني پارټيو ګډه غونډه وشوه چې پکې ددغه نوي ائتلاف ١٧١نوو پارلمانی غړو برخه واخسته.
دپاکستان دقامي اسمبلۍ په ٣٤٢ چوکيو کې په ٢٦٨ چوکيو ټولټاکنې ترسره شوي دي اؤ دا وخت د٢٦٨ غړو دجملې څخه ١٧١ غړي دپيپلز ګوند، مسلم ليګ(ن) اؤ عوامي نيشنل پارټۍ سره ولاړ دي.
په نننۍ غونډه کې دپاکستان مسلم ليګ(ن) مشر نواز شريف وويل هغوي د١٧١ غړو په ملاتړ لرلو سره د اسمبلۍ په دریو کې دوه برخې اکثريت لري اؤ کولى شي دجمهوررئيس پرويز مشرف دګوښه کولوتحريک وړاندې کړي خو غوره به دا وي چې جمهوررئيس ددغه نوبت دراتلو څخه وړاندې دواک څخه تير شي.
ښاغلي شريف وويل دريواړو ګوندونو پريکړه کړې ه چې دکال ١٩٧٣يم اساسي قانون به په بشپړ ډول بحالولى ، عدليه به ددريم نومبر په وړانديني ډگر ودرولى اؤ پارليمان به سرلوړى کولى شي.
نواز شريف وويل هغوي لپاره اوس خپلې ګټې معني نۀ لري بلکې غواړي هيواد دبحرانونو او لانجو څخه وباسي.
دپيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري وويل دجمهوري اؤ سياسي قوتونو دائتلاف وخت رارسيدلى دى اؤ مونږ به په ګډه دپارلمان دسرلوړۍ ، دډيموکراسۍ دودې اؤ داساسي قانون دبحالۍ لپاره کار کوؤ.
اصف زرداري زياته کړه دانتقام داخستو غوره لاره ډيموکراسي ده اؤ مونږ به کله هم ډيموکراسۍ لپاره په اصولوسودا ونۀ کړو.
دعوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي خان وويل د اولس لخوا غوره کړل شوي استازي به دعدليې ، قانون اؤ پارليمان دسرلوړۍ لپاره خپل کردار ترسره کوي.
هغۀ وويل دمصلحت طرفداري پکار ده خو مصلحت بايدبې غيرتي نۀ وي.
بايد وويل شي چې کۀ چرې په نوې اسمبلۍ کې دپرويز مشرف مخالف سياسي ګوندونه په دوؤ کې دريمه برخه اکثريت ترلاسه کړي نو داساسي قانون له مخې هغوي کولى شي دجمهوررئيس دګوښه کولو تحريک وړاندې کړي.
اؤ هم دعدليې دبحالۍ اؤ دګوښه کړل شوؤ قاضيانوبيرته پځايې کولو ته لاره پيدا کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG