لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

باجوړ : په خاصه دارو ځانمرګي بريد کې ٢ کسان ووژل شول اؤ ٢٠ ژوبل دي


دافغانستان سره په پوله پرته قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو په يو کاروان دځانمرګي بريد له امله ديو خاصه دار په ګډون ٢ کسان وژل شوي اؤ ٢٠ ټپيان شوي دي.
دباجوړ ايجنسۍ دپوليټيکل ايجنټ دمرستيال (اى پي اى) اقبال خټک ترمخه دباجوړ ليويز(خاصه دارو) ددوؤ ګاډو کاروان دخار څخه دتورمنډۍ امنيتي پوستې په لوري روان ؤ چې دلونګ بابا سيمې سره يو ځانمرګي خپل موټر ددغو ګاډو سره ټکر کړو چې له امله يې درنه چاؤدنه وشوه.
چاؤدنه کې بريد کوونکى پخپله اؤ يو خاصه دار وژل شوى اؤ شل کسان نور ژوبل دي.
په دغو ٢٠ؤټپيانو کې ١٠ امنيتي عسکر هم شامل دي.
دپوليټيکل ايجنټ همکار وايي دپيښې دځايې څخه دځان وژونکي سر موندل شوى دى اؤ پلټنې پيل کړل شوي دي.
په بريد کې ژوبل شوي کسان دباجوړ لويې روغتون ته رسول شوي دي چې پکې ديو صوبيدار په شمول ددريوؤ کسانو حالت نازک ښودل کيږي.
چې په تير يو شواروزو کې دپاکستان دننه دا دوهم ځانمرګي بريد دى چې پکې ٤٢څلويښت کسان وژل شوي اؤ د ٧٠ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.
پرون هم دسوات مينګوره سيمه کې دهاغه پوليس افسر جاويد اقبال جنازه کې ځانمرګي بريد و شو څوک چې په لکي مروت کې ديو بمي بريد له امله وژل شوى ؤ په دغه بريد کې لږ ترلږه ٤٠ کسان وژل شوي اؤ تر ٥٠ ؤ زيات ژوبل شوي وؤ

XS
SM
MD
LG