لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مشرف او کیاني وایي د ترهگرۍ پرضد جگړه به روانه وي


دپاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف اؤ دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني ویلي دي چې ددغه هيواد څخه به دترهه ګرۍ جرړې وباسي.
نن دګل په ورځ دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني دجمهوررئيس ښاغلي پرويز مشرف سره وليدل او ورسره يې دهيواد په موجوده وضعيت ، دترهه ګرۍ په اوسنيو پيښو، نورو هيوادونو سره په اړيکو او په يو شمير نورو اهمو چارو خبری اتری کړی دي.
جمهوررئيس پرويز مشرف وويل هر سياسي ګوند چې زياتې رايې واخلي اؤ حکو مت جوړ کړي هغه به ورسره په ډيره خوشحالۍ کار کوي.
ښاغلي مشرف زياته کړه هيواد څخه به دترهه ګرۍ نوغى ويستل کيږي اؤ ورانکارو ته به اجازه ورنۀ کړل شي چې دخلقو ژوند ته زيان ورسوي.
دواړو مشرانو دره ادم خيل اؤ مينګوره کې په شوؤ ځانمرګيو بريدونو هم خبرې وکړې اؤ دترهه ګرۍ په ضد جنګ ته په دوام ورکولو يې اتفاق وکړو.

XS
SM
MD
LG