لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور سره نزدې قبائيلي قبایلي سیمه کې نښتو ١٦کسان وژل شوي دي


د پيښور سره نزدې په باړه شيخان نومې کلي کې د خيبر ايجنسۍ د استوګن تندلاري منګل باغ د وسله والو کسانو او ددغه کلي د اوسيدونکو ترمنځ سخته نښته شوې ده.
په نښته کې ١٦ کسان وژل شوي او د ٢٠ څخه زيات ژوبل شوي دي.
په وژل شوؤ کې ٦ قبائيلي تندلاري او ١٠ سيمه ايز خلک ښودل کيږي.
دغه نښته نن ماسپښين هاغه مهال پيل شوه کله چې د خيبر ايجنسۍ سره د تعلق لرونکي يو سخت دريځې مذهبي مشر منګل باغ وسله والو کسانو په باړه شيخانو نومې کلي کې د يو مذهبي شخصيت مزار ته د زيان رسولو په موخه لښکر کشي وکړه.
د لښکر کشۍ په وخت د کلي اوسيدونکو د وسله والو تندلارو مخه ونيوله او دغه شان د دواړو خواؤ ترمنځ ناتاره ډزې پيل شوې.
نښته تر ماذيګر مهال روانه وه خو وروسته سيمې ته پوليس راورسيدل او د دغه جنګ مخه يې ونيوله ژوبل کسان د تداوۍ لپاره روغتون ته رسول شوي دي.
منګل باغ د خيبرايجنسۍ اوسيدونکى دى چې د يو مذهبي مشر په توګه د ځان سره ګڼ وسله وال کسان لري او وخت په وخت ددۀ د پلويانو لخوا په سيمه کې د خپلو مسلکي مخالفينو سره جنګونه کيږي چې پکې تر دې مهاله په سوونو کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG