لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لاهور کې پوځي کالج کې ځانمرگي بریدونه ٧  کسان مړۀ


لاهور کې دمال روډ سره نزدې نيوي وار کالج کې دوه درنې چاؤدنې شوي دي چې له امله يې لږ ترلږه ٧ کسان مړۀ اؤ په لسګونو ژوبل دي.
داطلاعاتو له مخې ايچي سن کالج ته مخامخ پوځي نيوي وار کالج کې پرله پسې دوی درنې چاؤدنې وشوې.
په سمدستي توګه د٧ؤ کسانو دمړينې خبرونه ترلاسه شوي دي اؤ د ١٦ نور ټپيان هم دي.
ژوبل کسان دتداوۍ لپاره سي ايم ايچ روغتون ته رسول شوي دي د لاهور د پولیسو مشر ملک محمد اقبال د وینا تر مخه لومړي ځانمرگي خپل ځان د گاډو پارکنگ په گیټ کې والوزولو او بیا دوهم ځانمرگي تن پارکنگ د ننه ځان والوزولو.
ددغو چاؤدنو له امله ګڼ شمير ګاډي هم تباه شوي دي.
دپيښې څخه وروسته مال روډ دهر رقم تګ راتګ لپاره بند کړى شوى دى.

XS
SM
MD
LG