لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مکین د ریپبلکن گوند کاندید - خو د ډیموکریټس سیالي دوام لري


د ریپبلکن گوند لخوا جان مکین د جمهوررئیس د څوکۍ لپاره کاندید ټاکل شوی دی.
خو د ډیموکریټک گوند لپاره سیالي اوس هم ډیره سخته ده.
د ډیموکریټک گوند کاندیدی سنتوری هیلري کلنټن پرون په اوهایو، ټیکساس او روهډ آلینډ ایالتونو کې بری ترلاسه کړی دی.
د میرمن کلنټن سیال سنتور بارک اوباما په ورمانټ ایالت کې گټه تر لاسه کړی ده.
که څه هم پرون میرمن کلنټن په پرونیو ټاکنو کې دبارک اوبامه د پرله پسې گټلو بهیر یوڅه اودرولی دی.
خو ښاغلې اوباما اوس هم په ډیموکریټ گوند کې ډیر استازی لري.
د ریپبلکن گوند کاندید جان مکین پرون څلور ایالتونو کې شوي د لومړي پړاو ټاکنی گټلي دي.
نن به امریکا جمهور رئیس بوش هم دښاغلي مکین سره په سپینه ماڼۍ کې ویني او دهغه د ملاتړ اعلان به کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG