لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

داصف علي زرداري پر ضد پنځه مقدمې ختمې، پنګې بحال


دپينډۍ داحتساب عدالتونو د قامي جوړ جاړی قانون لاندی د پیپلز گوند مشر اصف علي زرداري اؤ رحمان ملک پر ضد دپنځو مقدمو دختمولو هدايات جاري کړي دي.
داصف علي زرداري اؤ رحمان ملک لخوا دبري کيدو په غرض دورکړل شوؤ خواستونو داوريدنې کولو په ترڅ کې د عدالت لخوا دزرداري ټول قبضه کړل شوي جائيدادونه، دبانک رقم اؤ پنګو دبحالولو هدايات جاري کړل شول.
درحمان ملک ددوؤ ګاډو هغۀ ته دبيرته ورکولو احکامات هم جاري کړل شول.
پاکستان کې یو شمېر څیړونکو او مخالف سیاسي ډلو د قامي جوړجاړي قانون باندې سختې نیوکې کړې وې، او په محکمو کې هم چېلنج شوی وو.
سترې محکمې څو ورځې وړاندی د قانون پر ضد خواستونه ردکړي وؤ.
ناقدین وایي د مشرف حکوکت د شخصي گټو لپاره د مخالفینو د کنټرول کولو په لړ کې د خپلی خوښې قانونونه جوړوي او ردوي.
داصف علي زرداري وکيل سناتور فاروق ايچ نائيک ژورنالستانو سره په خبرو کې وويل ١١ کاله وړاندې دبې نظير بوټو اؤ اصف علي زرداري په ضد جوړو شوؤ ددروغو مقدمو کې ريښتياؤ برى ترلاسه کړى دى.
اؤ دپيپلز ګوند دمشرې بې نظير بوټو اؤ دهغې دخاوند اصف علي زرداري په ضد ددروغو مقدمې اوس ختمې شوي دي.
هغۀ زياته کړه دنړۍ مختلفو هيوادونو کې دبې نظير بوټو اؤ اصف علي زرداري په ضد جوړو شوؤ مقدمو کې تراوسه يوه هم سمه نۀ ده ثابته شوې چې د بې نظير بوټو اؤ اصف علي زرداري دريښتونوالي دليل دى.
فاروق ايچ نائيک وويل په مجموعي ډول داصف علي زرداري په ضد ٥ مقدمې ختمې کړى شوي دي.

XS
SM
MD
LG