لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پيپلز ګوند یو ځل بیا د صدر اعظم په نومولو کې ناکامه شوی دی


اسلام اباد کې شوي د پیپلز گوند د قامي اسمبلۍ غړوغونډه د صدراعظم په نوم موافقه کیدو بغیر ځنډول شوې ده.
د گوند مشر او د پخوانۍ صدر اعظمې بې نظیر بوټو خاوند اصف علی زرداری ویلي دي چې د قامي اسمبلۍ اجلاس نه مخکښې به د صدراعظم نوم ښکاره کړي.
نوموړي ویلي دي هغه غواړي چې صدر اعظم هغه تن جوړ شي چې د گوند دټولو غړو په خوښه وي.
ننۍ غونډه کې دټول هيواد څخه دبرياليو شوؤ کانديدانو څخه پرته دمرکزي شورا غړو هم ګډون وکړو.
غونډه کې دصدراعظم لپاره دغوڅ کانديد په نوم غور وشو خو په دې اړه اتفاق ونۀ شو.
اؤ پريکړه وشوه چې دصلاح مشورې لپاره به په سيمه ايز کچ مشاورت کولى شي.
دصدراعظم لپاره دسندهـ څخه مخدوم امين فهيم، دپنجاب څخه چوهدري احمدمختار، شاه محمودقريشي اؤ يوسف رضاګيلاني شامل دي.
دګوند دبعضې غړو خيال دى چې پنجاب کې دګوند دمضبوطو لپاره بايد دصدراعظم ټاکنه دپنجاب څخه وکړل شي بلخوا داکثريت رايې ده چې دصدراعظم ټاکنه هم دسندهـ څخه کول غوره ده.
په دې اړه دسياسي صلاح مشورې عمل د نورو دوؤ دريوؤ ورځو لپاره دوام لرلى شي.
پیپلز گوند ، مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎
او عوامي نیشنل پارټی په گډه حکومت جوړولو باندې رضا شوي دي.
خو مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ گوند ویلي دي چې دوی به په حکومت کې وزارتونه نه اخلي. مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ دریځ دی چې دوی جمهور رئیس پرویز مشرف نه سوگند نه اخستل غواړي.
د گوند مشر او پخوانې صدر اعظم نواز شریف پرله پسې د ستری محکمې د لری کړل شوي قاضیانو بیا پر ځایې کول غواړي .
خو پیپلز گوند د لر کړل شوؤ ‎قاضیانو پحقله دریځ ډیر کلک نه دی.

XS
SM
MD
LG