لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کیاني: د پوځ او مشرف تر منځ د فاصلې خبره د قام په گټه نه ده


د پاکستان پوځ مشر جنرال اشفاق پرویز کیانی ویلي داسې تاثر پیدا کولی کېږي چې پوځ ځان د جمهوررئیس نه لری کوي.
نوموړی زیاته کړه داسې قسم شکونه دقام په گټه کې نه دي.
د پاکستان د پوځ د کورکمانډرانو غونډی ته د وینا په وخت د پوځ مشر ښاغلي کیانی ویلي پوځ به د هیواد سیاسي عمل نه ځان لری ساتی.
نوموړي هیله څرگنده کړه چې پوځ به غیر ضروری لانجو ته نه راښکلی کیږي.
ښاغلي کیاني ددې خبری پخلې کړی چې پوځ د جمهوری عمل په شا کلک ولاړدی او د منتخب شوي حکومت سره د مرستې لپاره به خپل ائیني رول لوبوي.
د پوځ د کور کمانډرانو دا غونډه پداسې حال کې شوې ده چې پاکستان مخالف سیاسي گوندونه راتلونکي حکومت جوړولو لپاره په هڅو کې بوخت دي او ددی ترڅنگ ټول هیواد د ځانمرگي بریدنو حملو د خطرې سره هم مخ دی.

XS
SM
MD
LG