لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مشرف خلاف گوندونه قامي اسمبلۍ کې دریو کې دوه برخې اکثریت ته نزدې شوي دي


دپاکستان ددريوؤ سياسي ګوندونو ائتلاف په قامي اسمبلۍ کې ددولت جوړولو ترڅنګ په دریو کې دوه برخې اکثريت جوړولو ته هم لاره هواره کړې ده.
کۀ چرې دغه درې ګونديز ائتلاف دقامي اسمبلۍ دننه په دوؤ کې دريمه برخه اکثريت ترلاسه کولو کې بريالى شي نو د لرې کړل شوؤ قاضيانو د بيا پر ځايې کولو، په اساسي قانون کې دشوؤ بدلونونو ختمولو اؤ دجمهوررييس پرويز مشرف دلرې کولو په شمول يو لړ نور مهم اختيارات ترلاسه کولى شي.
دپاکستان پيپلز ګوند، مسلم ليګ(ن) اؤ عوامي نيشنل پارټۍ ترمينځ په دولت دجوړ جاړي راتلو وروسته دغه ګوندونو تيرو ورځو کې په اسلام اباد کې دقامي اسمبلۍ د ١٧٧ غړو په راجمع کولو دخپل قوت څرګندونه کړې وه.
ولې د ٢٤٢ چوکيو په ايوان کې دغه شميره په دوؤ کې ددريمې برخې داکثريت څخه کمه وه ولې اوس چې په قامي اسمبلۍ کې دښځو، اقليتونو اؤ ځانګړو چوکيو ويش وشو نو ددغه ائتلاف په برخه ټول په ټوله ٢٢٥ نشستونه رسيدلي دي.
اؤ هغوي په دوؤ کې ددريمې برخې اکثريت ترلاسه کولو لپاره ٢٢٨ چوکيو ته اړتيا لري يعنې يوازې ٣ چوکۍ وروسته پاتې شوي دي.
اؤ کۀ چرې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ دمذهبي ګوندونو ائتلاف دپيپلز ګوند دمشر اصف علي زرداري سره په دولت دګډون په اړه په لوظنامه بريالى شي نو دغسې به هغوي ته په ايوان کې ډاګيز اکثريت ترلاسه شي.
بايد وويل شي چې دقامي اسمبلۍ ١٨ؤ بې پلوه غړو تر دې مهاله دهيڅ يو سياسي ګوند ملاتړ نۀ دى اعلان کړى اؤ د ١١ؤ چوکيو نتيجې هم مخې ته نۀ دي راغلي.
همدغه رنګ دښځو ديوې ځانګړې چوکۍ پريکړه به دمسلم ليګ(ق) او ايم ايم اى ترمينځ دپچې يا کره کشۍ له لارې کولى شي.

XS
SM
MD
LG