لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرويزمشرف: هيواد دنازک پړاؤ څخه تيريږي


دپاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف وايي هيواد دامهال ديو نازک دور څخه تيريږي ځکه نو نوي حکومت جوړوونکيوګوندونو ته به دسياست څخه تيريدل اؤ دهيواد دژغورنې اؤپرمختيا لپاره کارکول وي.
نن دخالي په ورځ ملتان کې د دولتي تيلويژيون دپرانستې دستورې ته پخپله وينا کې جمهوررئيس وويل نوى حکومت بايد هوډ وکړي چې تر هغې به د ترهګرۍ اؤ سخت دريځۍ پۀ ضد پيل کړل شوي جګړه ته دوام ورکوي ترڅوچې دا لۀ مينځه نۀ وي وړي.
ښاغلي مشرف زياته کړه ټولټاکنو کې دمنځ رويه قوتونوبرياليتوب دخوښۍ خبره ده اؤ هغه هيله لري نوى حکومت به هيواد دپيښوچيلنجونوڅخه وباسي.
جمهوررئيس وويل ځينې عناصرهڅه کوي دخپلوبې بنسټه پروپيګنډو لۀ لارې پاکستان دبې ثباتۍ سره مخ اؤ په اولس کې انديښنې خورې کړي.
خو اولس بايد ددغوعناصرو خبرو ته غوږ ونۀ نيسي اؤ دخپل هيواد دپياوړي کولو لپاره خپل رول ولوبوي.
نوموړي داهم وويل کله چې ورته دټولټاکنو دکميسيون لخوا دصدراعظم لۀ لارې داسمبلۍ دغونډې راغوښتو کاغذ راورسيږي نو سم د واره به داسمبليو غونډه راوبلي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG