لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان افغانستان کې هم د ښځونړيواله ورځ لمانځل کېږي


نن په ٨م مارچ دښځو نړيواله ورځ دپاکستان او افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کې په داسې حال کې نمانځل کيږي چې دپاکستان او افغانستان په زياترو کليوالواؤ قبائيلي سيمو کې ښځې دخپلو حقونو څخه په بشپړ ډول محرومه اؤديو شمير ټولنيزو بنديزونو دلاندې ژوند کوي.
دښځو نړيواله ورځ نمانځل وروستو له هغې پيل شوه کله چې په کال ١٩٠٩ء کې په امريکا کې ميرمنې دخپلو حقونو دترلاسه کولو لپاره يو موټى شوې.
اؤ غږ يې پورته کړو چې ښځو ته بايد خپل حقونه ورکړل شي.
وروسته بيا هر کال دملګرو ملتونو دسيوري لاندې دغه ورځ نمانځل رواج شوه.
اؤ نن چې په ټوله نړۍ کې دښځو نړيواله ورځ نمانځل کيږي ، دپاکستان دننه ميرمنې ديو شمير ستونزو سره لاس اؤ ګريوان دي.
دا وخت دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دزنانه ؤ ژوند ديو بوګنؤنکي صورتحال سره مخ دى اؤ په هغوي دخپل کلتور ، رواياتو اؤ رواجونو په اساس خپلې ټولنې مختلف قدغنونه ايښودي دي .
په قبائيلي سيمو کې په ٤ؤ کې ٣ برخې زنانه دتعليم څخه محرومې دي په هغوي د کار روزګار دروازې تړل شوي دي اؤ حتي په ځينې سيمو کې ميرمنو ته دا اجازه هم نۀ ورکړل کيږي ترڅو دناروغتيا په وخت ډاکټر ته ورشي.
په قبائيلي سيمو کې نن هم ښځو ته د هغوي دجمهوري اؤ سياسي حقونو دورکول کيدو تصور ګناه ګڼل کيږي.
همدغه راز دقبائيلي سيمو څخه پرته دپاکستان په يو شميرښاري اؤ کليوالو سيمو کې هم زنانه دخپلو بشري ، جمهوري اؤ سياسي حقونو څخه محرومې دي اؤ ددولت لخوا ددغو ميرمنو دهوسائنې لپاره هيڅ زړۀ پورې ګامونه په نظر نۀ ښکاري.
نن په داسې حال کې چې دپاکستان په مختلفو برخو کې دولتي اؤ غير دولتي سازمانونه يا ادارې دښځو دحقونو په حواله غونډې اؤ سيمينارونه کوي دپاکستان ٧٠ في صده ميرمنې دخپلو بنيادي حقونو څخه بې خبره دي.
يوشمېر ميرمنې دخپلو ورځنيواړتياؤ پوره کولولپاره پۀ سخت مشقت کولومجبوره دي.
،څۀ ميرمنې چې دټولنيزجبر،ظلم اؤ استحصال ښکار شوې دي په نشواخته دي ،څۀ دخپل بدن پۀ خرڅولو مجبوره دي اؤ څۀ بياپۀ نورو غير قانوني سرګرميوکې بوختې دي ولې دولت اؤ غيردولتي سازمانونه په دې دعوؤ نۀ ستړي کيږي چې هغوئ دښځو دخيرښيګړې لپاره زړۀ پورې اؤ انقلابي ګامونه اخلي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG