لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دقامي اؤ صوبايي اسمبليو غونډه په ١٧م مارچ رابلل شوې ده


جمهوررئيس پرويز مشرف دغونډې درابللو کاغذ لاسليک کړى دى اؤ١٧م مارچ باندې به دقامي اسمبلۍ اؤ ٤ؤ واړو صوبو داسمبليو غونډې کيږي.
دنوؤ ټاکل شوؤ اسمبليو دغونډو رابللو د پاره پرون د ګل په ورځ دصدراعظم دسيکرټريټ څخه جمهوررئيس ته کاغذ ليکل شوى ؤ.
جمهوررئيس پرويز مشرف دغونډې درابللو کاغذ لاسليک کړى دى اؤ١٧م مارچ باندې به دقامي اسمبلۍ اؤ ٤ؤ واړو صوبو داسمبليو غونډې کيږي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان پيپلز ګوند، مسلم ليګ(ن) اؤ عوامي نيشنل ګوند په مرکز کې دګډ دولت په جوړولو صلاح شوي دي.
ولې دصدراعظم دنوم غوره کولو اختيار دپيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري ته ورکړل شوى دى اؤ دپرله پسې د صلاح مصلحت اؤ غونډو باوجود تر دې مهاله پيپلز ګوند دصدراعظم په نوم غوڅې پريکړې ته نۀ دى رسيدلى.
نن هم په اسلام اباد کې دپيپلز ګوند يوه مهمه غونډه د ګوند دمشر اصف علي زرداري په مشرۍ وشوه چې پکې دصدراعظم په نوم غور اؤ بحث وکړل شو.
اصف زرداري واضحه کړې ده چې ډير زر به دنوي صدراعظم نوم په ډاګه کړي.

XS
SM
MD
LG