لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بیگم جان ته د نړیوالې بهادرې میرمن جایزه ورکړل شوه


د پاکستان د قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان ښځې ډاکټرې بیگم جان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د نړیوالې بهادرې مېرمن جایزه ورکړل شوې ده.
مېرمن بیگم جان د هغو اتو بهادرو ښځو نه یوه ده، چې په تیر کال کې یې د ښځو لپاره په زړه پورې کارونو کې نوم گټلی وو.
دغه جایزه د افغانستان، عراق او فلسطین په گډون د شپږو نورو هیوادو ښځو هم گټلې ده.
دوی ته دغه جایزې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې کانډولېزا رائیس په واشنگټن کې ورکړې دي.
مېرمن بیگم جان یوه غیر دولتي اداره لري چې د پاکستان په کړکېچنه قبایلي سیمه کې ښځو ډاکټرانو ته روزنه ورکوي.
بیگم جان د جایزې اخستلو په وخت وویل چې قبایل محافظ کاره دي، او نارینه ډاکټران اکثره ناروغه ښځې کتې نه شي.
نو ځکه یې په سېمه کې د ښځو ډاکټرانو روزنه پېل کړې ده.
که څه هم د جایزو ورکولو په وخت، د هغو هیوادونو ډپلومېټان موجودوو، چې د کومو هیوادونو ښځو دغه جایزې گټلې وې.
خو د بېگم جان خپل هېواد یعنی پاکستان د سفارت لخوا په مراسمو کې د گډون لپاره کوم پاکستانی ډپلومېټ نه وو ورغلې.
مېرمن بیگم جان د جایزی گټلو ورسته د ډیوه ریډیو سره شپه په خیر ډیوه کې وویل د هغې د ژوند یوازینې مقصد د پاکستان د قبایلي سېمو د ښځو ژوند کې یو ښه بدلون رواستل دي.
او په دې اړه به دا د امریکې جگپوړو چارواکو سره هم خبرې اترې کوي.
د نوموړې د ژوند او د هغې د خېر ښیگړې د کارونو د اوږد سفر په باب نور حال مختار احمد خان سره د شپه په خیر ډیوه خوند ور پروگرام کې تاسو هم اوریدې شۍ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG