لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات : بمي چاؤدنو کې ٤ کسان وژل شوي دي


دسوات په مختلفو سيمو کې د بمي چاؤدنو له امله ددوؤ عسکرو په گډون ٤ کسان وژل شوي اؤ ٢ عسکر سخت ژوبل شوي دي.
لومړۍ بمي چاؤدنه هاغه وخت وشوه کله چې په چارباغ نومې سيمه کې دبمونو دشنډولو پوليسو ديو ښخ کړل شوي بم دشنډولو هڅه کوله.
په دغه مهال دوهم ښخ کړل شوى بم ديوې زورداري چاؤدنې سره وچاؤديدو چې له امله يې دمصطفي اؤ سليمان جان په نومونو دوه عسکر مړۀ اؤ دوه نور عسکر وصيت اؤ ابراهيم ژوبل شول.
چې وروسته د علاج لپاره دسيدو شريف روغتون ته ورسول شول.
بله چاؤدنه دسوات په کبل سيمه کې وشوه.
دپوليس منابعيو ترمخه دغلته ديو کور دننه دوه کسان دبم په جوړولو بوخت وؤ چې خپل بم پرې وچاؤديدو اؤ دغو دواړو پکې خپل ژوند دلاسه ورکړو.

XS
SM
MD
LG