لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوهاټ : په امنيتي پوسته بمي بريد کې ٦ پوليس ژوبل شوي دي


دصوبه سرحد کوهاټ سيمه کې نامعلومو وسله والو دپوليسو په يوه پوسته بمي بريد کړى دى چې په دغه بريد کې ٦ پوليس ژوبل شوي دي.
دغه بريد نن دجمعې په ورځ سحر مهال شکر دره کې په عالم شهيد نومې امنيتي پوسته وکړل شو.
وسله والو دپوليسو په پوسته دبهر څخه بم وروغورځولو چې له دې امله ٦ پوليس حوالدار امام حسن، برهان الدين، نيازبادشاه، بشير حسين، عبدالرحمان اؤ رمضان سخت ژوبل شول. چې وروسته دکوهاټ روغتون ته دتداوۍ دپاره ورسول شول.
په ژوبلو کې ددوؤ کسانو حالت مرګونى ښودل کيږي. بايد وويل شي چې کوهاټ دناقراره نيمې قبائيلي سيمې دره ادم خيل چرته چې وخت ناوخته دامنيتي ځواکونو او ځايې طالب پلوه جنګياليو ترمينځ نښتې کيږي.
سره نزدې سيمه ده اؤ په دره ادم خيل کې دطالب پلوه جنګياليو داثر رسوخ سيوا کيدو سره سم دکوهاټ امنيت ته هم يو لړ خطرې پيدا شوي دي.

XS
SM
MD
LG