لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډاکټره فهميده مرزا دپاکستان لمړۍ ښځينه سپيکره ټاکل شوې ده


ميرمن مرزا نن دسپيکر په ټاکنو کې ٢٤٩ رايې واخستې اؤ پخواني سپيکر چوهدري امير حسين په ټاکنو کې دهغې دبرياليتوب اعلان وکړو.
ميرمن فهميده مرزا دپيپلز گوند سره اړيکې لري اؤ نوموړې له دې څخه وړاندې هم څو وارې دقامي اسمبلۍ غړې پاتې شوې ده.
هغې ته دسپيکر دمنصب لپاره په ترسره شوؤ ټولټاکنو کې دپاکستان پيپلز گوند ، مسلم ليگ(ن)، عوامي نیشنل پارټۍ اؤ جمعيت علماء اسلام ملاتړ ترلاسه ؤ.
دفهميده مرزا په مقابله کې اسرار ترين دمخالفو گوندونو لخوا دسپيکر دچوکۍ لپاره کانديد ؤ چې ورته دمسلم ليگ(ق)، متحده قومي موومنټ اؤ نورو اتحادي ډلو ملاتړ حاصل ؤ.
ميرمن فهميده مرزا نۀ يواځې په پاکستان بلکې په ټوله اسلامي نړۍ کې لمړۍ ښځه ده چې دسپيکر چوکۍ ته رسيدلې ده.
نوموړې په ٢٠م دسمبر ١٩٥٦ کې په کراچۍ کې زيږيدلې اؤ ١٩٨٢ء کې يې دلياقت ميډيکل کالج جام شورو څخه ايم بي بي ايس کړى دى.
دفهميده مرزا پلار ارواښاد قاضي عبدالحميد عابد هم دپاکستان دپخوانيو صدراعظمانو محمدخان جونيجو، بې نظير بوټو اؤ غلام مصطفي جتوئي په کابينو کې دوزير په توگه دنده ترسره کړې وه.

XS
SM
MD
LG